عده په عربي ژبه کي د یو شي شمېرلو ته وایي ، عده د شریعت په اصطلاح کي هغي ټاکلي مدې ته وایي چي ښځه یې د مېړه د وفات یا د طلاق او یا هم د بیلتون یعني د مېړه څخه یې د نکاح د اړیکو د ختمېدلو وروسته په حتمي ډول تېروي ، تر څو چي دا مده یې پای ته رسیدلې نه وي دا ښځه د بل سړي سره نکاح نسي تړلای .
د وفات عده
د ښځي چي مېړه مړ سي دا به د خپل مېړه تر مړیني وروسته د وفات عده تېروي .
که ښځه حامله نه وه یعني اولاد یې په نس نه وو نو د وفات عده یې څلورمیاشتي او لس ورځي ده .
که د ښځي اولاد په نس وو يعني حامله وه ، نو عده یې د اولاد د لنګون تر وخته ده ، څه مهال چي اولاد یې وزیږي عده یې پای ته رسیږي .
د حاملې ښځي که تر څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه زیاد اولاد په نس وو بیا هم دا په عده کي ده .
د حاملې ښځي که د څلورو میاشتو او لسو ورځو څخه دمخه اولاد وزیږي که څه هم دا لنګون یې د مېړه د وفات څخه لږ ورځي وروسته وي یا بيخي څو ساعته وروسته وي بیا یې هم عده ختمیږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي