رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: الْخَيْرُ أَسْرَعُ إِلَى الْبَيْتِ الَّذِي يُؤْكَلُ فِيهِ مِنَ الشَّفْرَةِ إِلَى سَنَامِ الْبَعِيرِ. رواه ابن ماجه
ژباړه: په کوم کور کي چي خوراک کول کیږي (مېلمه ته ډوډۍ ورکول کیږي) هلته خیر (او برکت) دومره په تیزۍ سره رسیږي چي د اوښ بوک ته (چې ډېره خوږه غوښه يې ده) چاړه لا هم دومره په تیزۍ نه رسیږي.