تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۸۰۴)
نوم: شيرزاد اکبري
سوال : نذر د اسلام له نظره څنګه دى، زموږ په دفتر کي يو نفر دى، هغه چي کله هم معاش واخلي نو نخود او مميز راوړي وايي چي دا مشکل کشا دي، نو دغه د اسلام له نظره څنګه دى؟
جواب :
حامداً و مصلياً
نذر کول د اسلام له نظره جائز دى، البته هغه نذر کړل سوى شى به نه په خپله خوري او نه به يې په مالدارانو باندي خوري، بلکي د غريبانو حق دى، ليکن دا خبره کول چي دا مشکل کشا دی، دا رنګه وينا کول صحيح نه ده، ځکه د الله تعالى څخه پرته بل هيڅ يو کس او شی مشکل کشا نه سي کېدلاى، او که چيري بيا هم دا ډول عقيده ولري دا شرک جلي دى.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قَالَ النَّبِيُّ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ :{ مَنْ نَذَرَ أَنْ يُطِيعَ اللَّهَ - تَعَالَى فَلْيُطِعْهُ، وَقَالَ عَلَيْهِ الصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ :مَنْ نَذَرَ وَسَمَّى فَعَلَيْهِ وَفَاؤُهُ بِمَا سَمَّى. بدائع الصنائع: کتاب النذر، فصل: و اما احکام النذر، ج٥، ص٩٠.
(٢): وکما لا یجوز صرف الزکاة إلَى الْغنِيِّ لَا يَجُوزُ صَرْفُ جَمِيعِ الصَّدَقَاتِ الْمَفْرُوضَةِ وَالْوَاجِبَةِ إلَيْهِ كَالْعُشُورِ وَالْكَفَّارَاتِ وَالنُّذُورِ وَصَدَقَةِ الْفِطْرِ لِعُمُومِ قَوْله تَعَالَى { إنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ }. بدايع الصنائع: ج٢، ص١٥٧. کتاب الزکات، مصارف الزکاة.
(٣): ليکن غير الله سے اس اعتقاد سے ما نگنا که الله تعالى نے اسکو قضاء حاجات کيلے مقرر کيا ہے شرک جلى ہے. فتاوي فريدیه: ج١، ص٧٢.
جواب: مولوي عبدالغفار حسني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سيد عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان