تازه سرليکونه
د (نبوي سیرت) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
نبوي سيرت: طائف ته سفر
  تعليم الاسلام ويب پاڼه
  July 6, 2020
  0

نبوي سیرت (۱۰۳ برخه)

 

لیکنه: مولوي عنایت الله علمي / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

 

و طائف ته سفر

 

د بعثت د لسم کال او د شوال په مياشت کي چي د (619) ميلادي کال د مئ آخري او د جون اولي ورځي وې رسول الله صلی الله علیه وسلم  وطائف ته پياده او پرپښو رهي سو (طائف د مکې مکرمې څخه شپېته ميله ليري دى) په دې سفر کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  آزاد سوى مريئ زيد بن حارثه رضی الله عنه  چي په عربي کي (مولا) ورته وايي ور سره ملګرى ؤ، په لار کي چي به پر هره قبيله  ورغله هغه به يې و اسلام ته دعوتول خو يوې قبيلې هم دغه د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت نه کړی قبول،کوم وخت چي و طائف ته ورسېدى هلته د طائف په شروع کي د طائف د مشرانو څخه درې نفره ناست وه چي نومونه يې: 
عبديا ليل، مسعود او حبيب دي، درې سره وروڼه او د عمرو بن عُمَير الثقفي زامن وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اجازه وغوښتل چي خبري ورسره وکړي، هغو وليدل چي د مکې مکرمې د اشرافو څخه او د عبدالمطلب د اولادې  څخه یو نفر دى ښه راغلى يې ور ته و وايه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ورسره کښېنستى د دين او اسلام خبري يې ورته شروع کړې، قرآن مجيد يې ورته تلاوت کړى، خو په آخرکي د هغو درو نفرو څخه يو نفر ولاړ سو او ويل: الله جل جلاله  بيله تا څخه بل څوک نه کړی پيدا چي را وې ليږي؟
هغه بل و ويل: والله د کعبې پوښونه به څيري کړم خو پر تا به ايمان را نه وړم، (دکفارو په عقيده د کعبې شريفي د پوښو څيرل او غورځول ډېره لویه ګناه وه) نو ويل: دغه لويه ګناه به وکړم خو پر تا به ايمان را نه وړم.

او درېيم نفر و ويل: زه هيڅکله خبري نه درسره کوم، ځکه که ته رسول يې لکه څرنګه چي ته وايې نو ته ډير خطرناکه يې، بايد ستا جواب درنه کړم او که ته پر الله درواغ وايي نو ته د دې لائق نه يې چي خبري درسره وکړم. 
رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: دا چي تاسي اسلام نه کړی قبول نو دغه حال در سره وساتى پرېږدى چي زه د بل چا سره خبري وکړم، هغو ويل: يا والله نه دي پرېږدو چي د بل چا سره هم خبري وکړې، نه راضي دي چي دوى خبري واوري او نه غواړي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د بل چا سره خبري وکړي، نو دغه درې نفره تر رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مخه د طائف و داخل ته ولاړل، هلته يې هلکان، مريان او لچګان سره را ټول کړه، دوه لَينه يا قطاره يې  ځني جوړ کړه،کوم وخت چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دننه و طائف ته ورغلى غواړي چي خلك د الله جل جلاله  و دين ته دعوت کړي د هلکانو او بېباکانو هغه دوې ډلي په پسې سوې او په ډبرو يې ولي او د ډبرو ويشتل يا وارونه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  پر پښو کوي، چي پښه پورته کي هم يې ولي، چي پښه کښيږدي هم يې ولي، تر داسي اندازې چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر مبارکو پښو ويني بهېدلې او زيد بن حارثه رضی الله عنه  په خپل جسم او بدن سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه ډبرو څخه ساتي، خو د زيد رضی الله عنه  سر هم څو ځايه مات او زخمي سو او هغه هم په وينو لړلى ؤ.  

ښه متوجه سى: دا چه زيد بن حارثه رضی الله عنه  په خپل جسم او ځان سره رسول الله صلی الله علیه وسلم  د کفارو د ډبرو ويشتلو څخه ساتي، خپل ځان يې د هغه صلی الله علیه وسلم  دپاره سَپَر ګرځولى ؤ، تر داسي اندازې چي د ده سر هم څو ځايه زخمي کيږي او ويني تر را بهيږي، دا د هر مسلمان د حال نمونه ده، بايد هر مسلمان په هره طريقه سره چي وي د اسلامي دعوت د قائد ساتنه وکړي، که څه هم دغه ساتنه د ده د حيات په قربانولو سره وي، اصحاب کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره چي د اسلامي دعوت قائد ؤ دغسي کول،که نن ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم  زموږ  په منځ کي نه دى موجود او موږ يې داسي دفاع نه سو کولاى لـکه اصحاب کرامـو چي کول خو دغه دفاع پر يوه بل قسم کېدلاى سي، هغه دا چه موږ د اسلامي دعوت په لار کي عذابونه او تکاليف پرځان درانه و نه بولو، موږ هم بايد پر خپلو ځانو د دعوت په لار کي يو څه آزارونه او تکليفونه قبول کړو، نو به مو په دې ډول د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سره د آزارو په قبلولو کي حصه اخستې وي. 
نو دا لازمه او ضروري ده چي هر چيري او په هر وخت او زمان کي بايد د اسلامي دعوت دپاره قيادتونه او مشران موجود وي چي په دعوت کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  خلافت وکړي او پر مسلمانانو دا لازمه ده چي د دغه قائد پرشا وخوا مخلصه عسکر او لښکر وګرځي، خپل مالونه او قوت تر خپل قائد  قربان کړي، لکه څرنګه چي مسلمانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره کول.

 په طائف کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه حال ؤ او دغه د ډبرو وارونه وه، دومره يې نه پرېښاوه چي د خلكو سره خبري وکړي، چا دغه پوښتنه هم نه  ځني وکړه چي د څه شي دپاره راغلى يې؟ د مخه تر دې چي خلك پوه سي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د څه شي دپاره راغلى دى، څه غواړي او څه وايي د ده په ويشتلو يې شروع وکړه، دا د طائف د خلكو د طرفه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  استقبال ؤ، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي دا حال وليدى چي چا د خبرو کولو اجازه هم ورنه کړه نو پوه سو چي دلته فايده نسته، بيرته په هغه زخمي پښو او هغه د ستړيا په حالت کي د مکې مکرمې و طرف ته رهي سو، هغه سُفَهاء او بېباکان، لچګان او مريان بيا هم په پسې دي او په ډبرو يې ولي ترڅو د طائف څخه و وتى، هلته په لار کي تر طائف درې ميله دباندي د انګورو يو باغ يا باغچه وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  و دغه باغچې ته ور وګرځېدى، دلته نو هغه هلکان او بېباکان ځني را وګرځېدل، رسول الله صلی الله علیه وسلم  په زخمي پښو او غمجن زړه د انګورو د يوه تاک و سايې ته کښېنستى او دېواله ته يې  تکيه وکړه، دلته يې نو هغه مشهوره دعاء وکړه کومه چي پردې دلالت کوي چي زړه يې د درد او غمه څخه ډک ؤ او پر دې يې حسرت ؤ چي يوه نفر هم ايمان رانه وړى او ويې فرمايل: 
«اللّهم اليکَ أشکو ضُعفَ قُوّتي، و قِلّة حِيلتي، وهَواني علْى النّاس، يا ارحمَ الرّاحمين، انت ربّ المستضعفين، وانت ربّي، إلْى من تکلُني؟ إلْى بعيدٍ يَتَجَهّمُنِي؟ اَم إلْى عدوٍ ملکته أمري؟ إن لم يکن بک عليّ غضبٌ فلا اُبالي، ولْکن عافيتُک هي اوسع لي، أعوذ بنور وجهِکَ الّذي أشرقت لهُ الظلمات، وصَلُحَ به امرَ الدنيا والآخرةِ، مِن اَن يتنزّلَ بي غضبُک، او يحِلَ علَيّ سخطُکَ، لکَ العُتبْى حتّْی ترضْى، ولا حول ولا قوة الا بِکَ».
يعني: الْهي! د خپل ضعف، د حيلې د لږ والي او پر خلكو  زما د سپکوالي شکايت درته کوم، يا ارحمَ الراحمين! ته د ضعيفانو رب يې او زما رب يې، و چا ته مي پرېږدې؟ و هغه ليري ته چي په ترِيو تندي را ته ګوري؟ او که دي دښمن ته زما اختيار ورکړى دى؟ که ته پرما په قهر نه يې زما پروا نسته، مګر ستا عافيت زما دپاره پراخه دى، ستا د مخ په هغه نور سره پناه غواړم چي تاريکۍ په روښانه کيږي، د دنيا او آخرت کارونه په اصلاح کيږي، پر ما ستا غضب مه نازلوې، ستا قهر ما ته مه راولې، الْهي تر هغو زارۍ درته کوم چي راضي کېږې او بيله تا څخه ما لره نه حول سته نه قوت.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  دعاء کوي او دعاء،داسي دعاء چي د زړه سوز یا سوځل پکښې وه، رسول الله صلی الله علیه وسلم  خواشينى او زهير ؤ چي اسلام ولي دغه د ضعف په حالت کي پاته دى لس کاله د دعوت تېر سوي دي بيا هم اسلام ضعيفه  دى، په طائف کي هم نه چا د ده صلی الله علیه وسلم  خبره واورېدل او نه چا د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت قبول کړی.  

 دغه باغ د ربيعه د زامنو ؤ چي عُتبه او شَيبه نومېدل، دوى هم د قريشو د سردارانو څخه وه او په مکه مکرمه کي اوسېدل، په دغه وخت کي دوي هم دلته په دغه باغ کي موجود وه، عتبه او شيبه وليدل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر پښو ويني بهيږي ستړى او ستومانه دى زړه يې پر وسوځل سو ويل: وږى به هم وي، دوى يو مريئ درلودى چي په دين نصراني او  نوم يې عَدّاس ؤ، هغه خپل نصراني مريئ يې را وغوښتى ويل: يا عداس! دغه انګور و محمّد صلی الله علیه وسلم  ته ور وړه، عداس انګور واخستل او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې ور وړل، عُتبه او شيبه د ليري ورته ګوري، رسول الله صلی الله علیه وسلم  اول د عداس شکريه آداء کړه او بيا چي يې د انګورو په خوړلو شروع کول نو يې و ويل: بسم الله، د خوړلو د شروع په وخت کي بسم الله ويل د عربو عادت نه ؤ، عداس په تعجب کي سو او رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې و ويل: دغه خبره چي ستا څخه مي واورېدل د دې ملک خلك دغه جمله نه وايي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  پوه سو چي دا سړئ په زړه کي يو څه لري نو يې پوښتنه ځني وکړه چي نوم دي څه دى؟ مريي ويل: عداس، ويل: دکوم ځاى يې او دين دي څه شي دى؟ مريي ويل: زه نصراني او د نينوا د اهله څخه يم (نينوا د عراق د موصل په ښار کي د يوه کلي نوم دى)  رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: د هغه صالح سړي يونس بن متى د وطن يې؟ عداس نور هم په تعجب کي سو، ځکه عرب نينوا نه پيژني او دا سړئ نينوا خو پيژني بلکه تاريخ يې هم ور معلوم دى حتّْی يونس عليه السلام  هم پيژني، نو يې رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته و ويل: ته څوک يې چي يونس بن متى هم پيژنې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و ويل: هغه زما ورور دى هغه نبي ؤ او زه هم نبي يم، عداس پوه سو چي د يوه عادي او معمولي سړي سره خبري نه کوي، عداس ور ولاړ  سو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  سر، لاسونه او پښې ور مچوي. 

دلته و يوه شي ته متوجه سى: دا الْهي  تسلّْى ده چي الله جل جلاله   يې و خپل رسول صلی الله علیه وسلم  ته ورکوي، دا هغه پښې نه دي چي د طائف خلكو په ډبرو ويشتلې؟ او اوس هغه پښې يو بل انسان مچوي. 
 عُتبه او شيبه د ليري ورته ګوري يوه و هغه بل ته و ويل: موږ خواړه ور ولېږل او ده  مريئ را خراب کړى، عداس چي بيرته و دوى ته ورغلى دوى ورته و ويل: وَيحَک څه درته پېښه سوه چي لاس او پښې دي ور مچول؟ عداس ويل: يا سيّدي! په مځکه کي تر دغه سړي بهتر څوک نسته، په داسي شي يې خبر کړم چي بېله نبي بل څوک نه دى په خبر، عتبه او شيبه و عداس ته و ويل: محمّد او د هغه خبري پرېږده والله ستا دين د محمّد تر دين ښه او بهتر دى، دوى غوښتل چي عداس هم د اسلامه څخه ليري کړي. 

خير رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مات او غمجن زړه د دغه باغ څخه د مکې مکرمې پر طرف رهي سو کوم وخت چي و قرن المنازل ته ورسېدى (قرن المنازل د يو ځاى نوم دى) الله جل جلاله  جبريل عليه السلام  ورته را ولېږى چي هغه پر غرو مقرره ملکه هم ور سره ملګرې وه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه يې امر او اجازه غوښتل چي پر اهل مکه دوه غرونه سره را جفت کړي او د مکې مکرمې خلك يې په منځ کي چختاڼ کړي. 

امام بخاري د حضرت عائشې رضی الله عنها  څخه روايت کوي چي دې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه پوښتنه وکړه ويل: يا رسولَ الله! آيا د اُحُد تر ورځي بله سخته ورځ درباندي راغلې ده؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: ستا د قوم يعني: عربو څخه هغه آزارونه 
را رسېدلي دي چي را رسېدلي دي او هغه سخت آزار چي د دوى څخه ماته را رسېدلى دى هغه د عَقَبِې په ورځ ؤ هغه چي ما خپل دين او رسالت پر عبدياليل عرض کړی او هغه زما د خوښي جواب را نه کړى او زه غمجن رهي سوم په ځان نه پوهېدم چي چيري ځم، هغه وخت په ځان پوه سوم چي زه په قرن ثعالب کي وم (دغه قرن ثعالب ته اوس قرن منازل ويل کيږي) رسول الله صلی الله علیه وسلم  فرمايي: چي سر مي را پورته کړی يوه اوريځ وه چي سايه يې را باندي کړې وه، ما چي اوريځي ته وکتل په هغه کي جبريل عليه السلام  ؤ او را ږغ يې کړه ويل: الله عزوجل  و تا ته ستا د قوم جواب واورېدى او هغه چي ستاسره يې وکړه هغه یې و ليدل اوس الله جل جلاله   هغه پر غرو مقرره ملائکه تا ته را لېږلې ده د دوى په باره کي چي څرنګه ستا خوښه وي هغسي امر پر وکړه، بيا نو هغه پر غرو مقرره ملائکي را ږغ کړه اول يې سلام را ته و وايه او بيا يې را ته و ويل: يا محمّد!  صلی الله علیه وسلم  زه دغه يم څرنګه چي ستا خوښه وي امرکوه که دي خوښه وي چي پر اهلِ مکه دوه غرونه جفت کړم جفت به يې کړم، (د دوو غرو څخه مقصد يَو د ابي قُبيس غر ؤ او بل د هغه پر برابري غر دى چي قَعِيقُعان ورته ويل کيږي او مکه مکرمه د دغو دوو غرو په منځ کي پرته ده) نو ملکي و ويل: که ستا خوښه وي د مکې ټول خلك به د دغو دوو غرو په منځ کي کښېکاږم (چختاڼ به يې کړم)  رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: بلکه اميد لرم چي الله عزوجل  د دوى د نسله څخه داسي څوک را وباسي چي د يوه الله عزوجل  عبادت کوي او هيڅ شريک نه ورته نيسي. 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه جواب کي د ده صلی الله علیه وسلم  لوړ شخصيت ځليږي چي پرخپل امت يې څومره رحمت او شفقت درلودى، محمّد رسول الله صلی الله علیه وسلم  رؤف او رحيم پر خپل امت څومره مهربانه ؤ، نه يې غوښتل چي امت يې په الْهي عذاب سره هلاک سي. 

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  زړه په دغه الْهي نصرت سره چي لوړ د آسمانو څخه ورته راغلى مطمئن سو او بيا د مکې مکرمې پر طرف رهي سو ترڅو چي  وادي نخله ته ورسېدى او هلته يې څو ورځي تيري کړې، په وادي نخله کي دوه ځايه دي چي د استوګني وړ او لائق وه چي يوه ته (سَيل کبير) ويل کيږي او بل ته (الزَيمه) ويل کيږي خو موږ ته دا معلومات نسته چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  په کوم ځاى کي اوسېدى، په دغه وخت کي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  دلته اوسېدى الله عزوجل  د پېرانانو يوه ډله ورته را ولېږل چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه قرآن مجيد واوري او دغه د پېرانانو واقعه الله جل جلاله  په قرآن کريم کي دوه ځايه ذکر کړې ده، الله جل جلاله  د سورة الاحقاف په(29 ،30 ، 31) نمبر آياتو کي فرمايي: ﴿ وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِّنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِم مُّنذِرِينَ ﴿٢٩﴾ ﴾.
  يعني: يا محمّد! صلی الله علیه وسلم  هغه وخت په ياد کړه! کوم چي موږ تا ته د پېرانانو يوه ټولۍ در وګرځول، يعني: درته را مو وستل چي قرآن مجيد ته يې غوږ نيوى، کله چي دوى دغه د قرآن اورېدلو ته حاضر سوه دوى په خپل منځ کي سره و ويل: چپ سى. 
کوم وخت چي د قرآن مجيد تلاوت پاى ته ورسېدى دوی بيرته خپل قوم ته په داسي حال کي وګرځېدل او ولاړل چي خپل قوم يې د عذابه څخه بېراوه.
قَالُوا يَا قَوْمَنَا إِنَّا سَمِعْنَا كِتَابًا أُنزِلَ مِن بَعْدِ مُوسَىٰ مُصَدِّقًا لِّمَا بَيْنَ يَدَيْهِ يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ وَإِلَىٰ طَرِيقٍ مُّسْتَقِيمٍ ﴿٣٠﴾ 
دوى و ويل: اې زموږ قومه! بيشکه موږ داسي يو کتاب واورېدى چي وروسته تر موسْى عليه السلام  نازل سوى دى او د پخوانيو کتابو تصديق کونکى دى، دغه کتاب حق دين او سمي لاري ته لار ښوونه کوي.
يَا قَوْمَنَا أَجِيبُوا دَاعِيَ اللَّهِ وَآمِنُوا بِهِ يَغْفِرْ لَكُم مِّن ذُنُوبِكُمْ وَيُجِرْكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿الأحقاف: ٣١﴾
اې زموږ قومه! د هغه چا خبره قبوله کړى چي د الله و طرف ته مو بولي او پر هغه ايمان را وړى، چي الله به تاسي ته ستاسي ګنهونه در وبخښي او تاسي به د دردناکه عذابه څخه خلاص کړي. 

همدارنګه د سورة الجن اولني پنځلس آياته په دغه باره کي نازل سوي دي چي پېرانانو د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه قرآن مجيد واورېدى، الله جل جلاله  فرمايي:
قُلْ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ اسْتَمَعَ نَفَرٌ مِّنَ الْجِنِّ فَقَالُوا إِنَّا سَمِعْنَا قُرْآنًا عَجَبًا ﴿١﴾ 
يعني: اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم دوى ته و وايه: ما ته وحيِ راغلې: چي بيشکه زما د قرآن مجيد ويل د پېرانانو يوې ډلي واورېدل، کوم وخت چي دوى هغه خپل نور قوم ته ورغله ورته ويې ويل: بېشکه موږ په فصاحت او بلاغت کي يو عجيب قرآن واورېدى.
يَهْدِي إِلَى الرُّشْدِ فَآمَنَّا بِهِ ۖ وَلَن نُّشْرِكَ بِرَبِّنَا أَحَدًا ﴿٢﴾
 داسي قرآن چي حق او ايمان ته لار ښوونه کوي نو موږ پر هغه قرآن ايمان 
راوړى او  پسله نن څخه به بل هيڅوک د خپل رب سره شريک نه کړو.
وَأَنَّهُ تَعَالَىٰ جَدُّ رَبِّنَا مَا اتَّخَذَ صَاحِبَةً وَلَا وَلَدًا ﴿٣﴾
او بېشکه چي زموږ د رب شان ډير لوى او لوړ دى، الله عزوجل  نه ښځه لري نه اولاد، لکه څرنګه چي د انسانانو او پېرانانو کفار او مشرکان داسي وايي. 

 قصه داسي وه: کله چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طائف څخه په هغه شکل سره را و وتى چي نه څوک مسلمان سو او نه چا د ده صلی الله علیه وسلم  دعوت او خبري واورېدې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم  د شکه وتلى ډير خواشينى، غمجن او نا اميده ؤ، چي ولي داسي پيښه ده؟ د اسلام او  دعوت کار ولي مخ ته نه ځي؟ الله عزوجل  دا إراده وکړه چي دغه غم او پرېشاني پر خپل حبيب محمّد مصطفْی صلی الله علیه وسلم  سپک کړي چي ته مه خواشينى کېږه که انسانان ايمان نه را وړي هغه دي پېرانان ايمان راوړي او د آياتو د تلاوته څخه دا معلومه او روښانه ده چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه پېرانانو په راتګ او د قرآن مجيد په اورېدلو او د هغو په ايمان راوړلو نه ؤ خبر بلکه الله عزوجل  د وحيو په واسطه په دغه حال خبر کړی او د پېرانانو د را تللو سبب چي ولي پېرانان دلته و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته راغله داسي ؤ:

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر بعثت د مخه پېرانان و آسمان ته ورنژدې کېدل او  د ملائکو خبرو ته يې غوږ نيوى او د ملائکو ځيني خبري به يې اورېدلې، ملائکو به په خپل منځ کي ځيني الْهي امرونه سره بيانول مثلاً ويل به يې: الله جل جلاله  امرکړى دى چي و فلاني ته دي زوى ورکول سي يا د فلاني رزق دي لږ يا زيات سي، پيرانانو به دغه خبري اورېدلې او بيا به يې دغه خبري د جادوګرانو او کوډګرانو په واسطه په خلكو کي نشرولې، همدغه سبب ؤ چي همېشه به کوډګران او جادوګران پر خلكو او د هغو پر عقيدو مسلط وه، لکه څرنګه چي دغه موضوع په حديث شريف کي هم ذکر سوې ده، چي جن به يو د بل پر اوږو سپرېدل او د آسمان و خبرو ته به يې غوږ نيوى. 
خو د وحيو او قرآن مجيد په نزول سره دغه لار پر پېرانانو بنده سوه، د آسمان د طرفه به پېرانان د غوږ نيولو په وخت کي په اور سره ويشتل کېدل، الله جل جلاله  د سورة الجن په (8،9) نمبر آياتوکي فرمايي:
وَأَنَّا لَمَسْنَا السَّمَاءَ فَوَجَدْنَاهَا مُلِئَتْ حَرَسًا شَدِيدًا وَشُهُبًا ﴿٨﴾
پېرانان وايي: بيشکه موږ د ملائکو د خبرو د اورېدلو دپاره آسمان ته نژدې سوو، ومو ليدل چي آسمان په سختو پيره دارانو (ملائکو) ډک سوى ؤ او په سوځوونکو ستورو ډک ؤ.
وَأَنَّا كُنَّا نَقْعُدُ مِنْهَا مَقَاعِدَ لِلسَّمْعِ ۖ فَمَن يَسْتَمِعِ الْآنَ يَجِدْ لَهُ شِهَابًا رَّصَدًا ﴿٩﴾
 او بېشکه د مخه تر لېږلو د دغه پيغمبر موږ د خبرو د اورېدلو دپاره د کښېنستلو په ځايو کي کښېنستلو او هر هغه څوک چي اوس اورېدل غواړي د خپل ځان دپاره به سوځوونکې لمبه په انتظار کي و ويني، يعني: اوس چي موږ وآسمان ته ور نژدې سوو، نو هلته مو وليدل چي ډيري سختي جنګي پيرې درېدلي دي چي هيڅ يو شيطان هم نه پرېږدي چي غيبي او آسماني خبري واوري او هر هغه شيطان چي د اورېدلو إراده ولري پر هغه اور اوريږي او تر دې دمخه دومره سختي او ساتنه نه وه.
 کوم وخت چي دغه د غوږ نيولو لار پر پېرانانو بنده سوه د پېرانانو مشرانو نور پېرانان امر کړه چي ولاړسى په مځکه کي وګرځى وګورى چي څه پيښه ده؟ خامخا يو شئ پېښ دى چي زموږ د اورېدلو لار بنده سوه، نو د پېرانانو يوه ډله دلته تېرېدل او وې ليدل چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  قرآن مجيد وايي، پېرانان پر را ټول سوه او غوږ يې ورته ونيوى او بيا خپل قوم ته ولاړل دغه حال او خپل اسلام يې ورته و وايه، لکه د دمخه تلاوت سوو آياتو په ترجمه کي چي درته و ويل سوه. 

و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د پېرانانو راتګ او د ده صلی الله علیه وسلم  څخه د قرآن مجيد اورېدل يو وار نه دي پېښ سوي بلکه په وروسته کي هم څو واره پېښ سوي دي، يو وخت رسول الله صلی الله علیه وسلم  تر مکې مکرمې دباندي د عبادت کولو دپاره و وتى او عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  هم ور سره ملګرى ؤ، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  و عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  ته و ويل: ته دلته کښينه او ترڅو زه درته و نه وايم د دغه ځايه څخه مه ښوره، رسول الله صلی الله علیه وسلم  لږ ګوښه ولاړى او عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  يې د دغه ځايه څخه څارنه او مراقبت کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  هلته ليري پر لمانځه و درېدى او قرآن مجيد په لوړ آواز وايي، په دغه وخت کي د پېرانانو يوه ډله ورته راغله، عبدالله بن مسعود رضی الله عنه  هلته ناست دى او ورته ګوري، دئ وايي: داسي خلك مي وليدل چي تېره او اوږده اوږده سرونه يې وه، زه پر رسول الله صلی الله علیه وسلم  وبېرېدم او ور ولاړ سوم، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم  اشاره را ته وکړه چي کښېنه، زه هم کښېنستم او دوى پر را ټول دي، پېرانان نور هم پسي ډېرېدل، دومره ډېر سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  نه پکښي معلومېدى. الله جل جلاله  فرمايي: 
وَأَنَّهُ لَمَّا قَامَ عَبْدُ اللَّهِ يَدْعُوهُ كَادُوا يَكُونُونَ عَلَيْهِ لِبَدًا ﴿١٩﴾ [جن:19]
 يعني: کوم وخت چي د الله بنده محمّد صلی الله علیه وسلم  لمانځه ته ودرېدى چي دغه الله يې باله، نژدې وه چي دغه پيرانان د ډيره ازدحامه پرده صلی الله علیه وسلم  سر پر سر سره لوېدل.
إِنَّمَا أَدْعُو رَبِّي وَلَا أُشْرِكُ بِهِ أَحَدًا ﴿٢٠﴾
 اې محمّده!  صلی الله علیه وسلم دوى ته و وايه: په تحقيق زه د خپل رب عبادت کوم او د الله سره بل هيڅوک نه شريکوم.       پېرانانو ايمان  را وړى او مسلمانان سوه. 
پېرانان ولي کفار وه؟ جن يا پېرانان ډير بيعقلان دي عقل يې دومره نه دى لکه د انسان، ويل کيږي چي د پېرانانو هغه ډير ذکي او هوښيار دومره عقل لري لکه د انسانانو کوچنئ هلک، عقلونه يې د کوچنيانو دي ذکاوت او هوښياري نه لري، صرف ابليس عليه لعنه په دوى کي هوښيار او ذکي دى او هغه ملعون دوى د لاري واړول، هغه به ورته ويل: د الله جل جلاله  سره د نورو آلهه وو عبادت هم کوى، مشرکان يې ځني جوړ کړل، خو کوم وخت چي په حق خبر سوه ايمان يې را وړى، الله عزوجل  د دوى قول را ته بيانوي او فرمايي: وَأَنَّهُ كَانَ يَقُولُ سَفِيهُنَا عَلَى اللَّهِ شَطَطًا ﴿الجن: ٤﴾ 
او پېرانانو خپل قوم ته و ويل: بيشکه زموږ ناپوه (ابليس) پر الله جل جلاله   لويي او د حقه ليري خبري کولې. 

کوم وخت چي بيا پېرانانو ته و ويل سوه چي تاسي ولي د هغه خبري منلې؟ دوى وايي: وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن تَقُولَ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا ﴿٥﴾
او بيشکه موږ دا ګمان کاوه چي هيڅکله به انسانان او پېرانان پر الله جل جلاله  درواغ نه وايي، څرنګه چي پېرانان کم عقله دي دا خيال يې نه کاوه چي پر الله عزوجل  دي څوک درواغ و وايي او د ابليس عليه لعنه خبره يې ومنل،کوم وخت چي و دوى ته و ويل سوه چي د الله جل جلاله  سره نور آلهه هم سته، دوى د هغه خپلي کم عقلۍ په سبب 
دا خبره و منل او دغو پېرانانو دکفارو او کوډ ګرانو سره د هغو په ځينو کاروکي مرسته او کومک کاوه او کوډګرانو هم د دوى څخه مرسته غوښتل، الله جل جلاله  فرمايي:
وَأَنَّهُ كَانَ رِجَالٌ مِّنَ الْإِنسِ يَعُوذُونَ بِرِجَالٍ مِّنَ الْجِنِّ فَزَادُوهُمْ رَهَقًا ﴿٦﴾
او بېشکه چي د انسانانو څخه ډير سړي وه چي مرسته او پناه به يې د پېرانانو په سړو سره غوښتل، نو دغو انسانانو د دغو پېرانانو سرکښي نوره هم ور زياته کړل. 
د جن او د هغو دکارو په متعلق ډير آياتونه سته، مقصد دا چه په دغه وخت کي د قرآن مجيد د اورېدلو په سبب ډيرو پېرانانو ايمان راوړى او مسلمانان سوه، پېرانان وايي: 
وَأَنَّا لَمَّا سَمِعْنَا الْهُدَىٰ آمَنَّا بِهِ 

 او بېشکه کوم وخت چي موږ د قراۤن مجيد هدايت او لار ښووني واورېدې موږ پرهغه ايمان را وړى او بيا وايي: 
وَأَنَّا مِنَّا الْمُسْلِمُونَ وَمِنَّا الْقَاسِطُونَ او بېشکه زموږ څخه ځيني مسلمانان دي او زموږ څخه ځيني د حقي لاري څخه په کفر سره اوښتي دي،کوم وخت چي دغو پېرانانو ايمان را وړى نو يې په خپل قوم کي په دعوت کولو شروع وکړه. 

اوس نو که څه هم په انسانانو کي اسلام لږ ؤ مګر په جن کي نشريږي او پېرانان و اسلام ته داخليږي، دا هم د الله جل جلاله  إراده وه چي پر خپل محبوب رسول الله صلی الله علیه وسلم  دغه غم او پريشاني کمه او لږ کړي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم  د طائف تر سفر وروسته د انسانانو د اسلام را وړلو څخه تقريباً نا اميده سوى ؤ مګر په جن کي اسلام نشر سو چي دا و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته اشاره وه چي ته مه غمجن کېږه، که انسانان نه وي دغه دي پېرانان ايمان را وړي، او حقيقتاً  هم اسلام په جن کي نشرېدى، دا د الله جل جلاله  پر خپل رسول صلی الله علیه وسلم  رحمت ؤ چي هغه غم پر سپک کړي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  چي به د يو چا د مسلمانېدلو دپاره هرڅه کوښښ وکړی هغو به رَداوه، لکه د مکې مکرمې قريش او بيا تر هغو وروسته اهلِ طائف، طبعاً په دغسي حال کي پسله يو څه وخته و انسان ته نا اميدي پيدا کيږي، لس کاله د دعوت کيږي مګر په مکه مکرمه کي تر اويا نفره زيات مسلمانان نسته، رسول الله صلی الله علیه وسلم  غمجن ؤ او د دې څخه يې بېره وه چي د دعوت په کار کي زما د طرفه کومه کو تا هي نه وي سوې،  نو ځکه الله جل جلاله  دغه غم پر خپل حبيب سپک کړى او په حقه سره دغه واقعه او حادثه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دپاره نصرت ؤ چي د غيب څخه ورته راغلى.

اوس نو په دغه نصرت او دغه زيري سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم  څخه هغه د غم او نا اميدۍ توري اوريځي کومي چي د طائف د سفره څخه د ده صلی الله علیه وسلم  سره ملګري وې ايسته سوې او بيرته يې د مکې مکرمې د تګ عزم او قصد وکړی چي هلته به په نوي شوق او کوښښ پر خلكو اسلام عرضوم او  الْهي رسالت به خلكو ته رسوم. 

په دغه وخت کي زيد بن حارثه رضی الله عنه  ورته و ويل: يا رسولَ الله! څنګه بيرته قريشو ته ورځې او هغو ته وايستلې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل: يا زيد! الله جل جلاله  د دغه مشکلاتو او تکاليفو څخه د خلاصېدلو لار پيدا کوي او الله عزوجل  د خپل دين ناصر او د خپل نبي کاميابه کونکى دى.

اوس رسول الله صلی الله علیه وسلم  و مکې مکرمې ته نژدې سو خو دا تشويش ور سره دى که چيري مکې مکرمې ته ولاړ سي هلته كه هر څوک و غواړي  چي و ده صلی الله علیه وسلم  ته آزار ورکړي ورکولاى يې سي او د ده صلی الله علیه وسلم  د دفاع دپاره څوک نسته، د څه وخت دپاره په غار حراء کي کښېنستى او بيا يې د خُزاعه د  قبيلې يو نفر و اَخنَس بن شُريق ته ور ولېږى چي د هغه څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دپاره جِوار و غواړي، د جوار تفصيل خو مو مخ کي درته کړى دى (جِوار) يعني: پناه او ساتنه او دا جوار به هغه چا غوښتى چي قوم به يې نه درلودى ضعيفه او بېکسه به ؤ، نو به يې د يوه قوي نفره څخه جوار غوښتى او بيا به يې د هغه په ساتنه کي ژوند کاوه، که دغه جوار نه واى قانون د ځنګله ؤ، هر زورور به کمزورى خوړى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  قوم لري خو هغه خپل قوم تکليف او آزار ورکوي او هغه د ده صلی الله علیه وسلم  څخه چي يې دفاع کول د ده اکا ابوطالب هم وفات سوى دى، نو ځکه اوس د بل چا څخه جِوار غواړي، ځکه که د يوه قوي سړي جوار نه وي هر رذيل، اوباش او لُچک و ده صلی الله علیه وسلم  ته اهانت او سپکتيا ور رسولاى سي، نو يې د اخنس بن شُريق څخه جوار وغوښتى، مګر اخنس و ويل: زه د قريشو په  مقابل کي و چا ته جوار نه سم ور کولاى چي دا په حقيقت کي و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته د رَد او منفي جواب ؤ. 

رسول الله  صلی الله علیه وسلم بيا فکر وهي چي د قريشو د سردارانو څخه به څوک و ده  ته جوار ورکړي؟ نو يې و سُهيل بن عمرو ته نفر وليږى (سهيل هغه  څوک دى چي په وروسته کي يې د حديبيې صلحه و ليکل) او د مکې مکرمې د سردارانو څخه دى، رسول الله صلی الله علیه وسلم  د دغه سهيل څخه جِوار وغوښتى، سهيل و ويل: زه د بني عامر څخه يم او بني عامر پر بني کعب جوار  نه ورکوي، د سهيل د طرفه هم د رَد او منفي جواب راغلى.

 رسول الله صلی الله علیه وسلم  فکر کوي چي څوک به ما ته جِوار راکړي بيا يې و مُطعم بن عدي ته نفر ولېږى، که څه هم دغه مطعم د اسلام ډير شديد دښمن ؤ مګر بيا هم د شرف او عزت موضوع و ده ته ډير اهميت درلودى،کوم وخت چي و ده ته و ويل سوه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  ستا څخه جوار غواړي، دئ هم موافق سو  ويل: قبوله مي ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته يې حال ولېږى چي هو ته زما په جوار کي يې ساتم دي او بيا يې خپل قوم او زامن را وغوښتل ويل: اسلحه مو در واخلى او د کعبې شريفي پرکنجانو ودرېږى ما و محمّد صلی الله علیه وسلم  ته جوار ورکړى دى، بيا يې و رسول الله صلی الله علیه وسلم  ته نفر ولېږى چي مکې مکرمې ته داخل سه،  رسول الله صلی الله علیه وسلم  هم د زيد بن حارثه رضی الله عنه  سره و مکې مکرمې ته داخل سو ترڅو چي و مسجد الحرام ته ورسېدى، مطعم بن عدي پرخپل بوده  سپور ؤ او په لوړ آواز يې ږغ کړه: يا معشرَ القريش! ما و محمّد ته جوار ورکړى دى، نه غواړم چي څوک تېرئ او تجاوز پر وکړي. 

رسول الله صلی الله علیه وسلم  حجرِاسود ته ورغلى هغه يې مسحه کړی طواف يې وکړی او دوه رکعاته لمونځ يې آداء کړی بيا خپل کورته رهي سو، مطعم بن عدي او د ده زامن په اسلحه مسلح په پسې دي ترڅو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم  کور ته ننوتى، په دغه وخت کي ابوجهل د مطعم بن عدي څخه پوښتنه وکړه ويل: ته د محمّد صلی الله علیه وسلم  تابع يې که مجير؟ غواړي چي ځان ته معلومات وکړي چي تابع يې يعني: مسلمان سوى يې او که دي جِوار ورکړى دى؟ مطعم بن عدي و ويل: جوار مي ورکړى دى، ابوجهل ملعون و ويل:که دي ويلي واى چي تابع يې يم په والله دغه اوس په جنګ در سره درېدلو، مګر دا چه جِوار دي ورکړى دى دا ستا کار دى. 

تر دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم  په مکه مکرمه کي د مطعم بن عدي په جِوار کي ژوند کاوه او د رسول الله صلی الله علیه وسلم  د مطعم دغه نيکي همېشه په ياد وه، د بدر په ورځ دکفارو د بنديانو په باره کي رسول الله صلی الله علیه وسلم  و فرمايل:که مطعم بن عدي ژوندئ واى او د دغو بنديانو د ايله کولو غوښتنه يې  راڅخه کړې واى ما به و ده  ته ور پرې ايښي واى. 
مګر د اسلام او دعوت کار ډير ضعيفه دى په مکه مکرمه کي هيڅوک دعوت نه قبلوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم  فکر کوي چي تر مکې مکرمې دباندي يو څوک پيدا کړي چي د اسلام د قوت دپاره د ده مرسته او ملګرتيا وکړي او  دغه مرسته کونکى که هر قوم، هره قبيله او هر چيري وي مهمه نه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم حاضر دى چي مکه مکرمه پريږدي او هغو ته ورسي. 


ان شاءالله نور بیا....

ماخذ: د سرورِ کائنات صلی الله علیه وسلم ژوند

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته