تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۹۹۹)
نوم: نوراحمد
د اوسېدو ځاى: (کندهار افغانستان)
سوال : کيدای سي اوریدلي مو وي چي زموږ په ټولنه کي داسي ښځي هم سته چي د بستر په جلا کيدو او وهلو د اصلاح وړ نه دي او طلاق هم زموږ په ټولنه کي د ځان وژني په معنی دي.نو که یو څوک داسی ماینه ولري ایا کوم اذکار سته چي الله يې ژوند سم کړي او ميرمن يې په هغه سره اصلاح سي ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د ځان ، ښځي او اولاد د اصلاح يوه ستره ذريعه دعا ده نو تر لمانځه وروسته او په نورو وختونو کي ، د هدايت او اصلاح دعا ورته کوئ د دا ډول دعاګانو د جملې څخه يوه قراني دعا همداده :
(( رَبَّنَا هَبْ لَنَا مِنْ أَزْوَاجِنَا وَذُرِّيَّاتِنَا قُرَّةَ أَعْيَنٍ وَاجْعَلْنَا لِلْمُتَّقِينَ إِمَامًا )).
ژباړه: اې ز موږ پالونکې ! موږ ته د خپلو ښځو او اولادونوسترګي خونکي کونکى حالت وبخښه او موږ د متقيانو له پاره مخکښان وګرځوه .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): سورت الفرقان: ایت ۷۴
جواب: مولوي رفیع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوی سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان