رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: په الله قسم! زه ستاسو پر فقر نه بیرېږم مګر زه ددې څخه بېرېږم چي پر تاسو به د دنیا (ساز او سامان داسي) فراخ کړل سي لکه چي ستاسو څخه پر مخکي خلګو پراخ کړل سوي وه، نو بیا به تاسو حرص وکړی لکه مخکي خلګو چي حرص پکښي کړی وو او هغه به تاسو داسي هلاک کړي لکه هغوی چي يې هلاک کړي وه.(متفق علیه)