تعليم الاسلام دارالافتاء
مسلسله شمېره : (۸۳۸)
نوم: احمد زی
سوال : دلته په امریکا کي دير مسلمانان سره راغونډيږی د جمعې لمونځ په جماعت سره اداکوي، ايا دلته د جمعې لمونځ په جماعت ادا کېدای سي او که نه ؟
جواب :
حامداً و مصلياً
د کفارو په وطن کي چي مسلمانان پر يو چا اتفاق وکړي او خطيب ئې مقرر کړي، بس هم دى خطيب دى د جمعې لمونځ ئې صحيح دى.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): فلو الولاة كفارا يجوز للمسلمين إقامة الجمعة ويصير القاضي قاضيا بتراضي المسلمين ويجب عليهم أن يلتمسوا واليا مسلما. رد المحتار: ج١، ص٥٩٥، طبع رشيديه.
(٢): ولو تعذر الاستئذان من الإمام فاجتمع الناس على رجل يصلي بهم الجمعة جاز ، كذا في التهذيب. الفتاوي الهنديه: ج١، ص١٤٦.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان