اللَّهُمَّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ مِنْ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْعَجْزِ وَالْكَسَلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ الْجُبْنِ وَالْبُخْلِ، وَأَعُوذُ بِكَ مِنْ غَلَبَةِ الدَّيْنِ، وَقَهْرِ الرِّجَالِ.( ابی داؤد)
فضیلت: ابو سعيد خدري رضي الله عنه فرمايي: چې يوه ورځ رسول الله صلى الله عليه وسلم مسجد ته ننوت، د انصارو څخه يې يو سړى وليد چې ابو امامه نوميده، ورته يې وويل: «اى ابو امامه! د لمانځه له وخت نه پرته دې ولې په جومات كې وينم ؟»
ابو امامه رضي الله عنه وويل: يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ! خفګان، غمونو، او قرض مجبور كړى يم، رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «آيا داسې كلمات درته ونه ښايم چې كله هغه ووايې، الله پاك به دې خفګان لرې كړي، او قرضونه به دې خلاص كړي؟»
ابو امامه رضي الله عنه وويل: ولې نه، يا رسول الله صلى الله عليه وسلم ! رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: «د سبا او ماښام پر وخت
(اَللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوذُ بِكَ مِنَ الْهَمِّ وَالْحَزَنِ)
ووايه»، ابو امامه رضي الله عنه وايي: همداسې مې وكړل، الله جل جلاله مې خفګان او غم لرې كړ او قرض مې هم خلاص شو. (ابوداود)
ماخذ: قیمتي اذکار
www.taleemulislam.net