لیکوال: عبدالغفار جبیر
په قرانکریم کی روژه:
شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنْزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ هُدًى لِلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَنْ شَهِدَ مِنْكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَنْ كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلَا يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُوا الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُوا اللَّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ.
ژباړه: دروژې میاشت هغه (میاشت) ده چي قرانکریم پکښې نازل شوی دی، چي د خلکو لپاره هدایت دی او د هدایت لپاره روښانه دلایل او(د حق او باطل) ترمینځ بېلوونکی دی، نو ستاسی څخه هر څوک چي میاشت ووینی نو روژه دی ونیسي او که څوک ناروغ یا مسافر وی (او روژه ئې خوړلې وې) نو له ورپسې ورځو څخه دی د خوړل شویو ورځو په شمېر (روژې ونېسي) الله پرتاسې د اسانۍ اراده لری او پر تاسې د سختۍ اراده نه لری او ددې لپاره چي د روژې شمېر پوره کړئ اوله دې له امله چي الله تاسې ته هدایت درکړی دی (نو) هغه په لویۍ سره یاد کړی ښایی چي شکراوباسئ. (البقره ۱۸۵)
بل ځای په قرانکریم کی راځی:
أُحِلَّ لَكُمْ لَيْلَةَ الصِّيَامِ الرَّفَثُ إِلَى نِسَائِكُمْ هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ عَلِمَ اللَّهُ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَخْتَانُونَ أَنْفُسَكُمْ فَتَابَ عَلَيْكُمْ وَعَفَا عَنْكُمْ فَالْآنَ بَاشِرُوهُنَّ وَابْتَغُوا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَكُمْ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكُمُ الْخَيْطُ الْأَبْيَضُ مِنَ الْخَيْطِ الْأَسْوَدِ مِنَ الْفَجْرِ ثُمَّ أَتِمُّوا الصِّيَامَ إِلَى اللَّيْلِ.
ژباړه: د روژې په شپو کښې ستاسې لپاره ستاسې د ښځو سره (جنسی) یو ځای والی حلال شوی دی دوی ستاسې لپاره جامې دې او تاسې د دوی لپاره جامې یاست۔ الله پوهېده چي تاسې په خپلو ځانونو خیانت کوئ خو ستاسې توبه ئې قبوله کړه اوتاسی ئې وبخښلاست نو اوس د دوی سره (جنسی) یوځای والی کولای شئ، اوهغه څه چي الله ستاسې لپاره مقرر کړیدی وئې غواړئ، اوخورئ ئې اوڅښئ څو چي ستاسې لپاره سپین تار(سپېدې، صبح صادق) له تور تاره (شپې) څخه ښکاره شی بیا خپله روژه تر شپې پوری پوره کړئ۔۔۔ (البقره ۱۸۷)
د رمضان لفظ
د روژې و میاشتې ته (رمضان) په قرانکریم کی استعمال شوی دی، او دا توری په قران عزیز کی یو ځلی د سورت بقرې په (۱۸۵) ایات په سر کی (شهررمضان الذی۔۔۔) راغلی دی، اوس زه غواړم چي ولی د کایناتو پنځونکی لوی الله جل جلاله ودې میاشتې ته د رمضان میاشت وویل؟
رمضان د (رمض) له توری څخه اخیستل شوی دی، چي معنی ئې ده (په ګرمۍ سوځل)، یا رمض و هغو شګو ته ویل کیږی چي داسی ګرمې او تودې وې چي پښې سوځی چي دا د ټولو د عربی ژبې د لغت پوهانو په نظر اتفاقی ده، د عربی ژبې په یوه کتاب المنجد کی ددې توری وضاحت داسی شویدی:
رمض النهار(ورځې ډېر ګرمېدل)
رمض الشمس (په شګو او نور څېزونو لمر پرېوتل)
رمض رجلهُ( په ګرمه ځمکه باندی د پښې سوځېدل)
رمض الغنم (څاروی په ډېر ګرم ځای کی څرول)
رمض اللامر (د غصې او قهرنه د اور لمبه کېدل)
اوس به درته جوته شوې وې چي د روژې ومیاشتې ته په دې رمضان وایی چي دا ګناه سوځې او دا توری د جاهلیت په وخت کی هم ورته استعمالېدی۔
د حضرت انس رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چي د روژې ومیاشتې ته ځکه (رمضان) وایی چي دا ګناهونه سوځې اوختموې ئې.(تحفه رمضان بحواله الجامع الصغیر، تفسیر مظهري)
دهمدې حدیث شریف په تائید باندی شیخ بن حسن طبری او شیخ عبدالقادرجیلانی رحمة الله علیهما وایی چي د روژې ومیاشتې ته ځکه رمضان وایی چي په دې میاشت کی د مسلمانو او شریفانو ګناهونه سوځې اوله مینځه ځي. (تحفه رمضان، بحواله مجمع البیان فی تفسیرالقران)
ولي روژې ته صوم وايي؟
وروژې نیولو ته په قران عزیز کی (صوم) راغلی دی دا توری په قرانکریم کی په مختلفوصیغو سره (۱۳) ځلی راغلی دی چي (صوم) د عربی ژبې د لغت پوهانو(د منجد او لسان العرب) لیکوالانو په اند چي و امساک، منع اوبندېدو ته وایی او د شرعی په اصطلاح کی (صوم) د سپېدو څخه تر لمر لوېدو پوری د خوراک، څښاک، جماع او نورو هغو لارو څخه چي د انسان وبدن ته شی داخلیږی، ددې ټولو څخه ځان منع کولو او امساک ته (صوم) وایی.
د فرضیت تاریخ
روژه له هجرت نه اتلس مياشتې وروسته د شعبان (برات) په مياشت کې فرض شوه، چي ایات شریف ئې پورته ذکرشو، اوروژه دهجری سپوږمیز کال نهمه میاشت ده.
روژه تر اسلام مخکي
روژه تر اسلام مخکی هم په مختلفو دورو او مختلفو بڼوسره فرض وه، د بېلګې په ډول سره پر ځینو امتو د هرې میاشتې ایام البیض یا د روښانو شپو (دیارلسم، څوارلسم او پنځلسم) روژې فرض وې، یهودو او نصاراوو د محرم د لسم ورځ په ځانګړی ډول سره روژه نیول او د قران عزیز په دې حکم سره چي روژه د رمضان په میاشت کی فرض ده، مخکنې ټول حکمونه ختم شول، فرضیت ئې ولاړی او د هغو روژو نیولو حکم پر سنتیت باندی پاته شو؛ دا ځکه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم به د محرم او روښانه شپو روژې نېولې.
ان شاءالله نور بیا....