تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۹۰۵)
نوم: شبير پروانه
سوال : په کور کي جماعت لمونځ کول روا دى او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
په کور کي په جماعت لمونځ کول روا د البته هغه ثواب او فضيلت چي د مسجد په جماعت کي دى، د کور په جماعت کي نسته او بېله عذره په کور کي د جماعت دلمانځه عادت جوړول جائز نه دى، که اتفاقاً پيښه سي نو پروا نه لري.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): الاصح ان اقامتها في البيت کا قامتها في المسجد و ان تفاوتت الفضيلة. طحطاوي: ص١٥٦.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي عبدالهادي اغا و مولوي رفيع الله
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان