ضمني ايجاب او قبول
د امر ځيني داسي لفظونه سته چي هغه که په ايجاب او قبول کي استعمال سي نو تړون په مُنْعَقِد کيږي لکه : واخله يا پيسې يي راکړه
مثلاً : رانيونکى ووايي : دا شى په لس زره افغانيو اوس در څخه رانيسم .
خرڅونکى ورته ووايي : وا يې خله يا پيسې يي راکړه .
د امر د دا ډول صيغو سره ضمني ايجاب يا قبول فرضيږي ځکه د رانيونکي د ايجاب وروسته چي خرڅونکى هغه د شي په اخيستلو يا د پيسو په ورکولو امر کړي دا دې معنا ورکوي چي ما دا شى درباندي خرڅ کړى دى وا يې خله يا پيسې يې راکړه . يعني دا د امر داسي لفظونه دي چي اِقْتِضَاءً پر ايجاب يا قبول دلالت کوي .
اشاره او نوشته
مخکي مو ولوستل چي هر تړون د مُتَعَاقِدَيْنو په خوښي او اراده مُنْعَقِد کيږي ، لکه څرنګه چي مُتَعَاقِدَيْن د خپلي موافقې اظهار په وينا کولاى سي دغه ډول په ځينو وختونو کي مُتَعَاقِدَيْن خپله موافقه د وينا پر ځاى په اشاره يا نوشته هم ښکاره کولاى سي ، يعني نوشته او اشاره يې د ژبني ايجاب او قبول پرځاى دريږي . لهذا د ګونګي ايجاب او قبول په اشاره صحيح کيږي ، خو پدې شرط چي اشاره يې د موافقې پوره څرګندونکې وى او بل دا چي په ليکنه سره د خپلي خوښي او ارادې د ښکاره کولو څخه عاجزه وي. که ګونګي خط ليکلاى سواى نو بيا به ايجاب او قبول په ليکنه کوي ، ځکه نوشته تر اشارې مراد او مطلب ښه واضح کوي . دغه ډول په نوشته هم ايجاب کېدلاى سي مثلاً : خرڅونکى غائب نفر ته په خط کي وليکي : ما پلانکى شى پر تا باندي په دونه خرڅ کړى دى هغه ته چي خط ورسيږي او د لوستلو په وخت کي يې قبول کړي نو د سودا تړون يې تر منځ مُنْعَقِد کيږي .
تَعَاطِي
هر هغه شى چي خلک يې سودا په راکړه ورکړه کوي يعني رانيونکى او خرڅونکى د سودا په وخت کي يو و بل ته څه نه وايي ، بلکي يو پيسې ورکوي ، هغه بل شى ورکوي ، دا ډول سودا هم صحيح کيږي ، دا راکړه ورکړه د ايجاب او قبول پر ځاى دريږي . د مثال په ډول يو شى ځان ته ټاکلى نرخ ولري يا د خرڅولو نرخ پر ليکل سوى وي ، رانيونکى هغه د دوکاندار څخه را واخلي او هغونه پيسې يې ورکړي چي پر ليکل سوي وي يا ورته ټاکل سوي وي . خو دوکاندار او رانيونکى يو و بل ته په خوله هيڅ ونه وايي ، د دوى دغه بېله وينا راکړه ورکړه د ايجاب او قبول پر ځاى دريږي او پدې کار يې د سودا تړون تر منځ مُنْعَقِد کيږي . ځکه د دوى دا عمل د دوى د خوښي او ارادې څرګندونه کوي ، نو همدا راکړه ورکړه يې د ژبني ايجاب او قبول پر ځاى دريږي ، دغي سودا ته د فقهي اصطلاح له مخي بيع تعاطي وايي .
اصطلاحات
مُجِيْبٌ : د ايجاب کوونکي ته مُجِيْبٌ وايي
قَابِلٌ : قبول کونکي ته قَابِلٌ وايي .
ماخذ: فقه المبتدي، دریم ټوک، معاملات