سرسایه په روژه کي د ګناه فدیه ده
حضرت ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د بېهوده او لغوه خبرو څخه د روژې د پاکولو او (همدارنګه) د مسکینانو مړولو لپاره صدقه فطر (سرسایه) لازم کړې ده. څوک چي صدقه فطر (سرسایه) د اختر د لمانځه مخکي ادا کړي نو دا قبله سوې صدقه ده او څوک چي يې د (اختر) د لمانځه وروسته ادا کړي نو دا د صدقو څخه یوه صدقه ده.رواه ابوداؤد