تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د امير د فرمان څخه د مخالفت ځيني تاوانونه
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  September 21, 2024
  0

لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د امير د فرمان څخه د مخالفت ځيني تاوانونه 


۱ – د شرعي امير د فرمان څخه مخالفت شرعا حرام دئ، ځکه نو څوک چي يې کوي الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم د ځان څخه خوابدي کوي.


۲ – د امير د فرمان په منلو کي د ظاهري تسليم تر څنګ ډېر معنويات هم پراته دي، ځکه نو کوم کسان چي د امير اطاعت کوي کړه وړه به يې د مثبتو معنوياتو څخه ډک وي، خو کوم کسان چي د امير د فرمان مخالفت کوي کړه وړه به يې د معنوياتو څخه خالي وي ځکه نو په کار کي به يې اخلاص نه وي، کار به يې د برکت څخه خالي وي او د پرمختګ پر ځای به ورځ تر بلي د انحاط لوري ته روان وي.


۳ – کوم کسان چي د خپل امير اطاعت نه کوي دا په تجربه ثابته سوې ده چي د دوی تر لاس لاندي خلک بيا د دوی اطاعت نه کوي.


۴ – کوم کسان چي د امير د فرمان څخه مخالفت کوي ارومرو به په خپل سريو اخته کيږي او داسي کارونه به ورڅخه کيږي چي ممکن آبرو يې پکښې ولاړه سي.


۵ – د امير د فرمان څخه مخالفت د شبهاتو او تهمتونو د پيدا کيدلو سبب جوړيږي او خلکو ته د خبرو کولو زمينه برابروي.


۶ – د امير د فرمان څخه مخالفت نورو مخالفتونو او سرغړونو ته لاره آواره وي او په ځينو مواردو کي ممکن خبره تر بغاوت پوري ورسوي.


۷ – د امير د فرمان څخه مخالفت انسان ته پر ناوړه کارونو او ضياع الحقوق جرأت ورکوي او د منفي تساهل مريضي ورته پيدا کوي.


۸ – د امير د فرمان څخه مخالفت بې اعتمادي او بې باوري پيدا کوي او د خدمت روحيه وژني.


۹ – د امير د فرمان څخه مخالفت د امير او مأمور تر منځ منفي تقابل پيدا کوي چي امير عکس العمل ته مجبوروي.


۱۰ – د امير د فرمان څخه مخالفت د تداوم په صورت کي د ډېرو ټکريو او ناخوالو سبب جوړيږي.

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته