نبي اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: كَادَ الْفَقْرُ أَنْ يَكُونَ كُفْرًا. رواه البیهقي في شعب الایمان (مشکوة)
ژباړه: نژدې ده چي فقر (محتاجي) د کفر سبب وګرځي.
(یعني کېدای سي محتاج کس پر الهي نظام اعتراض وکړي، یا د مالدراو کفارو خوا ته مایل سي او دین پرېږدي حال دا چي فقر الهي امتحان دی چي په صبر سره قوي ایمان او جنت لاس ته راځي).