تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۰۲۰)
نوم: محمد یونس
د اوسېدو ځاى: (کالفورنیا امریکا )
سوال : د مسجد د اوبو ( محصول) او د برق ( محصول) د ذکات د پیسو څخه ورکولای سو؟
جواب :
حامداً و مصلياً
مسجد او د مسجد په اړونده چارو کي د ذکات ورکول نه صحیح کیږي د سخت مجبوریت په حالت کي ئې چاره داده چي یو مسکین کی د بل چا څخه پیسې قرض کړي او په مسجد ئې خرڅي کړي، یا ئې د اوبو او برق بېل په اداء کړي او بیا دي دغه کس ته د زکات پیسې ورکړي څو خپل قرض په اداء کړي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(۱): ولا يبنى بها( الزکاة) مسجد ولا يكفن بها ميت لانعدام التمليك وهو الركن وتحت هذا العبارة مکتوب فی الحاشیه وکذا السفن والسقایات. الهدایة: ج۱، ص۱۸۸.
(۲): آپ کی مسائل اور انکاحل: ج۵، ص۱۷۰
جواب: مولوي عبدالغفار حسیني
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان