ځوانانو! د دوستی معیار دا دی!
ليکوال: مولوي احمد شاه (شاکر)
دا د قران کريم فيصله ده چي يوازي مؤمنان په خپل منځ کي يو د بل دوستان دي، يو د بله په نيکيو امر کوي او له بديو منع کوي (التوبه: 71)، اې مؤمنانو ستاسو حقيقي دوست الله تعالی او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم دی او هغه مؤمنان دي چي لمونځونه کوي او زکاتونه هم ورکوي(المائده: 55)
هغه څوک چي کفر یې خوښ وي ستاسو دوستان نسي کېدلای که څه هم هغوي ستاسو پلرونه او يا ستاسو وروڼه وي(التوبه: 23)، که چيري دوی (منافقانو) رښتينی ايمان لرلای، نو کفار به یې په دوستی سره نه وای نيولي(المائده: 81)
د الله تعالی فرمان دی: اې مؤمنانو! تاسي زما او ستاسي خپل ښمنان په دوستۍ سره مه نيسئ(الممتحنه: 1)، نوح عليه السلام د خپل نسبي زوی په باره کي د نجات سوال وکړ، خو الله تعالی جواب ورکړ: دی ستا له اهل څخه نه دی ځکه بد عمله دی. (هود:۴۶)
که دوستي د قوم، وطن او ژبي لپاره کېدلای نو نبي عليه السلام ولي د خپل قوم (مکي قريشي عربو) مقابلې ته د توري سره راووتۍ چي هم یې ووژل او هم یې اسيران کړل او د پردي وطن د خلکو، لکه (بلال حبشي، سلمان فارسي، صهيب رومي...) او داسي نورو کسانو سره یې دوستي او محبت وکړ، د سيرة النبي څخه دا درس زده کوو چي د دوستی معيار يوازي عقيده ده، چي تر خاوري او ويني زيات ارزښت لري.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مأخد تعليم الاسلام مجله 26 ګڼه