رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د قیامت په ورځ به ټول خلګ پر یوه پراخ او هوار میدان جمع کړل سي، بیا به یو اواز کونکی ږغ وکړي چي چیري دي هغه خلګ چي د شپې به یې څنګونه د بسترو څخه جلا وه (تهجد به يې کاوه)، نو (هغه کسان به) راپورته سي او دوی به لږ وي، نو جنت ته به بېله حسابه داخل سي، تر دې وروسته به نورو ټولو خلګو ته امر وکړل سي چي حساب ته حاضر سي. رواه البیهقي في شعب الایمان