تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قربانۍ په اختر کي ضروري کړني
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  June 15, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


 د قربانۍ په اختر کي ضروري کړني 


د قربانۍ یا لوی اختر په شپو ورځو کي هر مسلمان ته پکار ده چي دغه لاندي واجب، سنت او مستحب  کړني عملي کړي.


واجب کړني  


د قربانۍ اختر په شپو روځو کي واجب کړني ډېرې ضروري دي چي پاملرنه ورته وشي چي یو څو واجب کړني په لاندي  ډول دي.


د تکبیرات تشریق الفاظ


د تكبيرات تشريق د الفاظو په اړه مختلف روایات منقول دي؛ خو د حضرت علي او ابن مسعود رضي الله عنهما څخه چي کوم روایت منقول دئ هغه داحنافو دمذهب ماخذ دی او دهغه الفاظ په دې ډول دي:


اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ لَا إلَهَ إلَّا اللهُ ، وَاللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ وَللهِ الْحَمْدُ


د تكبيرات تشريق حكم 


تكبيرات تشریق د صحیح قول مطابق واجب دي، او ځيني علماء يي بیا سنت بولي، د وجوب لپاره يي د قرآن کریم دا آیة دلیل دی:  


وَاذْكُرُوا اللَّهَ فِي أَيَّامٍ مَعْدُودَاتٍ} [البقرة: ۲۰۳]،

 

د دې آیة په تفسیر کي ابن عباس، عطا بن ابی رباح، مجاهد، إبراهيم، قتادة، سدي، ضحاك، او ابن زيد رضي الله عنهم وايي چي د ایام معدودات نه ایام تشریق مراد دي. حاصل دا چي د تشریق په ورځو کي د الله یاد او ذکر کول د الله رب العزت حکم دئ.


د تکبیرات تشریق وخت


د عرفي (یعني دذو الحجي د نهم) د سهار د لمانځه نه وروسته پیل کیږي، بیا د دریالسم د مازدیګر د لمانځه پوري د هر لمانځه نه وروسته ویل کیږي، د مازدیګر د لمانځه نه وروسته به يي ختم کړي، چي دا ټول درویشت لمونځونه کیږي.


د تکبیرات تشریق دادا کولو ځای او محل


د فرض لمانځه د ادا کولو نه وروسته فورا، بې د فاصلي نه به يي اداکوي، په داسی حال کي چي دلمانځه حرمت به لا پاتي وي، یعني دقبلې نه به نه وي ګرزیدلی، د مسجد نه به نه وي وتلی، خبري به يي نه وي کړي، خوراک او څښاک به يي نه وي کړی، خندلي به يي نه وي، که په صحرا کي لمونځ کوي نو د صفونو نه به نه وي وتلی.


او که داسي نه وو، نو په دې ټولو حالاتو کي دتکبیر وخت ختمیږی، ځکه تکبیرات تشریق د لمانځه له خصوصیاتو نه دي، نو ځکه دلمانځه وروسته متصل واجب دي، په کوم څه چي لمونځ باطیلیږي، په هغه سره تکبیرات تشریق هم له لمنځه ځي، یعني بیا يي ويل واجب نه دی.
البته كه يي اودس مات شي؛  نو بیاهم تکبیرات ویلایشي؛  ځکه د اودس په ماتېدا سره د لمانځه حرمت باقي پاته وي، مطلب دا چي اودس ماتېدل د لمانځه د بنا سره ضد نه دی؛ ځکه په لمانځه کي چي يي اودس مات شي؛ نو بیا بل اودس کولای شي او پر هغه مخکني لمانځه نور لمونځ بنا کولای شوای.


خوښه يي خپله، که اودس کوي او بیرته دلمانځه ځای ته راځي تکبیرات وايي، او که بې د اودس نه په تکبیر سره شروع کوي؛ ځکه د تکبیرات تشریق لپاره اودس شرط نه دی.


خو بيا هم غوره دا ده چي په داسي حالت کي د مسجد نه ونه وزي، او په مسجد کي دننه د لمانځه پر ځای بې اوداسه نه تکبیرات ووايي.

 

www.taleemulislam.net

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته