مختصر نبوي سیرت
(دوولسمه برخه)
لیکوال: شیخ موسی بن راشد عازمي
ترجمه: سلطان محمود صلاح/تعلیم السلام ویب پاڼه
د اذان تشریع
o د آذان تشریع او حکم په لومړني هجري کال وشو، نور ټول هغه روایتونه کمزوري او غیر ثابت دي چي وایي د آذان حکم له هجرت مخکي په مکه کي او یا د اسراء په شپه شوی دی.
o د رسول الله صلی الله علیه وسلم څلور مؤذنان وو:
- بلال بن رباح
- عبدالله بن أم مکتوم
- سعد القَرَظ
- او ابو محذورة رضي الله عنهم.
عبدالله بن سلام ایمان راوړي
o مشهور یهودي عالم عبدالله بن سلام په لومړني هجري کال اسلام ومانه، او د ده اسلام راوړل د یهودانو د بطلان او ګمراهۍ ستر دلیل و.
عثمان رضي الله عنه د رُومة چینه اخلي
o مهاجرین چي په مدینه کي میشت شول د څښلو د پاکو او خوږو اوبو له ستونزي سره مخ وو، ځکه د مدینې اوبه تروې وې، د بني غفار قبیلې یوه تن (چي رُومه غفاري نومیده) یوه چینه درلوده چي د ده په نوم رُومة یادېدله.
o ده به د خپلي دې چینې یو مشک (ژی) اوبه په یوه مُد(تقریبا زر ګرامه غله) پلورلې، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «من یشتري بئر رُومة بخیر له منها في الجنة». (رواه الترمذي): د رُومه چینه به څوک په جنت کي له دې نه د غوره چینې په بدل کي واخلي؟
o عثمان رضي الله عنه راوړاندي شو او دغه چینه یې په خپلو پیسو واخیستله او د ټولو مسلمانانو له پاره یې وقف کړه.
د لمانځه د رکعتونو زیاتوالی
o د اسراء او معراج په مهال چي پنځګوني لمونځونه فرض شول، په پیل کي له ماښام پرته چي دری رکعتي و، نور ټولو لمونځونه دوه رکعتي وو.
o همدغه مهال؛ په مدینه منوره کي وحي راغله او د ماسپښین، مازدیګر او ماخستن په لمونځونو کي د دوو رکعتونو د زیاتوالي امر وشو، دری واړه څلور رکعتي شول او همدا حکم ثابت پاتي شو.
د بني سَلِمَة قبیلې فضیلت
o بنو سَلِمه قبیلې چي له نبوي جوماته ليري د مدینې شاوخوا کي میشت وه، اراده وکړه خپله مېنه پرېږدي او نبوي جومات ته نژدې واړوي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وېري چي د مدینې شاوخوا او اطراف بالکل تش نه شي، دا قبیله له کوچ کولو منع کړل او ورته وې فرمایل: «یا بني سَلِمة دیارَکم تُکتَبُ آثارُکُم».(متفق علیه)اې بني سلمه! خپله مېنه مه پرېږدئ، تر دې ځایه (نبوي جومات) د تګ راتګ په مهال ستاسو قدمونه درته لیکل کیږي؛ په حسناتو کي مو شمېرل کیږئ.
o معنی دا چي اې د بنو سَلِمه خلکو په خپله مېنه کي پاتي شئ، مه ورنه خوځېږئ او تاسو ته د جومات په لور د راتګ په هر قدم (ګام) اجر او ثواب درکول کیږي. په دې سره هغوی په خپله مېنه کي پاتي شول.
د جهاد اجازه
o رسول الله صلی الله علیه وسلم چي په مدینه کي میشت او هستوګن شو، الله تعالی د جهاد اجازه ورته وکړه او د حج سورت دا مبارک آیتونه ورباندې نازل شول: أُذِنَ لِلَّذِينَ يُقَٰتَلُونَ بِأَنَّهُمۡ ظُلِمُواْۚ وَإِنَّ ٱللَّهَ عَلَىٰ نَصۡرِهِمۡ لَقَدِيرٌ (39) ٱلَّذِينَ أُخۡرِجُواْ مِن دِيَٰرِهِم بِغَيۡرِ حَقٍّ إِلَّآ أَن يَقُولُواْ رَبُّنَا ٱللَّهُۗ وَلَوۡلَا دَفۡعُ ٱللَّهِ ٱلنَّاسَ بَعۡضَهُم بِبَعۡضٖ لَّهُدِّمَتۡ صَوَٰمِعُ وَبِيَعٞ وَصَلَوَٰتٞ وَمَسَٰجِدُ يُذۡكَرُ فِيهَا ٱسۡمُ ٱللَّهِ كَثِيرٗاۗ وَلَيَنصُرَنَّ ٱللَّهُ مَن يَنصُرُهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ لَقَوِيٌّ عَزِيزٌ (40)
ترجمه:هغو ته اجازه ورکړل شوې چي په خلاف یې جنګ کیږي، د دې له پاره چي پر هغوی ظلم شوی او یقینا چي الله د دوی پر نصرت او بریا ښه قادر دی.هغه چي له کوم حق پرته له خپلو کورونو ایستل شوي؛ (له دې پرته یې کوم جرم نه وو چي) ویل یې: زموږ رب الله دی!! او که د خلکو ځیني په ځینو نورو سره د دفع کولو الهي سنت نه وی، نو حتما به د راهبانو عبادت ځایونه، د نصرانیانو معبدونه، د یهودانو معبدونه او د مسلمانانو جوماتونه چي د الله نوم په کي زیات زیات یادېږي ټول وران شوي وو، او الله به هرو مرو هغو ته نصرت ورکوي چي د ده ملتیا کوي، یقینا چي الله ځواکمن او عزتمن دی.
o غزوه هر هغه حرکت او تحرک ته ویل کیږي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله په کي د دښمن مقابلې ته وتلی وي؛ جګړه یې کړې وي او که نه، تش دا تحرک غزوه بلل کیږي.
o رسول الله صلی الله علیه وسلم یوویشت ۲۱ غزاوې کړې دي، لومړنۍ غزا یې ابْواء چي وَدَان هم بلل شوې او وروستۍ غزا یې د تبوک غزا ده.
د حمزة بن عبدالمطلب رضي الله عنه سَرِيّة
o لومړنۍ سَرِيّة چي رسول الله صلی الله علیه وسلم یې د وتلو امر کړی دئ هغه د حمزه بن عبدالمطلب رضي الله عنه تر مشرۍ لاندي سَرِيّة وه چي ماموریت او موخه یې د قریشو د یوې قافلې مخه نیول وو.
د عبیدة بن حارث رضي الله عنه سَرِيّة
o ورپسې رسول الله صلی الله علیه وسلم بله سَرِيّة د خپل تره د زوی عبیده بن حارث بن عبدالمطلب رضي الله عنه په مشرۍ جوړه او واستوله، د دې موخه هم د قریشو یوه قافله وه او په ترڅ کي یې د دواړو لوریو تر منځ غشي سره وویشتل شول.
د سعد بن أبي وقاص رضي الله عنه سَرِيّة
o بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم سعد بن ابي وقاص رضي الله عنه د یوې سَرِيّې په مشرۍ د قریشو د قافلې مخي ته واستاوه چي د قریشو قافله ورنه په تېښته بریالۍ شوه.
د کُلثُوم بن الهِدْم رضي الله عنه وفات
o له هجرت وروسته په مدینه کي لومړنی مسلمان چي وفات شو هغه کُلثوم بن الهِدْم رضي الله عنه نومېده چي ډېر زوړ شوی و.
د اَبْواء غزا
o له هجرت دوولس میاشتې وروسته د صفر په میاشت کي رسول الله صلی الله علیه وسلم د لومړي ځل له پاره د غزا په نیت روان شو، دا غزا د ابواء یا وَدّان په نوم یادیږي او موخه یې د قریشو د یوه کاروان مخه نیول وو.
د بُوَاط غزا
o وروسته د هجرت په دیارلسمه میاشت چي د ربیع الاول میاشت وه رسول الله صلی الله علیه وسلم دوهمه غزا وکړه، د دې غزا موخه هم د قریشو یو کاروان و او دا غزا د بُواط په نوم مشهوره ده.
د عُشَیْرة غزا
o د رسول الله صلی الله علیه وسلم درېیمه غزا د عُشَیره په نوم یادیږي چي د هجرت په شپاړسمه میاشت؛ جمادي الآخرة کي شوې ده.
د سَفَوان غزا
o له عُشَیْره غزا څو ورځي وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د سَفَوَان غزا وکړه چي د بدر لومړنۍ غزا په نوم هم یادیږي.