تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۸۸)
نوم: سنځر
د اوسېدو ځاى: ( کندهار افغانستان )
سوال : د کومو قرآني دعاګانو په مرسته د خلګو بد نظر(سترګي نیول) باطلیدای سي؟
جواب :
حامداً و مصلياً
معوذتین یعنی ، قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ تر پایه او قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ، تر پایه ویل او پر ځان دمول د بد نظر د دفع کولو له پاره نبوي عمل دی.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ( حدیث ابی سعید الخدری) قال بن ماجه: حدثنا .... عن ابی نضرة عن ابی سعید الخدری قال: کان رسول الله صلی الله علیه وسلم یتعوذ من اعین الجان واعین الانس فلما نزلت المعوذتان اخذ بهما و ترک ما سوی ذلک ورواه الترمذی والنسائي من حدیث سعید بن ایاس ابی مسعود الجریری به وقال الترمذی: حسن، تفسیر ابن کثیر. ج۴، ص ۳۸۰، چاپ بیروت، عام: ۱۴۲۴ ه ق.
جواب: مولوي سيد عبدالباري
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان