تعليم الاسلام دارالافتاء
نوم: شاه وزیر کاکړ
د اوسېدو ځاى:( هندوستان)
سوال : نیکټايې د اسلام له نظره څنګه ده او څه حکم لري، او که څوک په نیکټايې کي مړ سي کومه سزا لري؟
جواب: حامداً و مصلياً
نیکټائي که څه هم په اوسني عصر کي په ځینو هیوادونو کي په مسلمانانو کي هم عام دود ګرځیدلی دی بیا هم د کراهیت څخه خالي نه بلل کیږي، مسلمانانو ته په کار ده چي په لباس کي هم د کفری دود او کلتور څخه ځانونه وژغوري. والله اعلم.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): عَنِ ابْنِ عُمَرَ (قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - (مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ) : أَيْ مَنْ شَبَّهَ نَفْسَهُ بِالْكُفَّارِ مَثَلًا فِي اللِّبَاسِ وَغَيْرِهِ، أَوْ بِالْفُسَّاقِ أَوِ الْفُجَّارِ أَوْ بِأَهْلِ التَّصَوُّفِ وَالصُّلَحَاءِ الْأَبْرَارِ. (فَهُوَ مِنْهُمْ) : أَيْ فِي الْإِثْمِ وَالْخَيْرِ. قَالَ الطِّيبِيُّ: هَذَا عَامٌّ فِي الْخَلْقِ وَالْخُلُقِ وَالشِّعَارِ، وَلِمَا كَانَ الشِّعَارُ أَظْهَرُ فِي التَّشَبُّهِ ذُكِرَ فِي هَذَا الْبَابِ. قُلْتُ: بَلِ الشِّعَارُ هُوَ الْمُرَادُ بِالتَّشَبُّهِ لَا غَيْرُ، فَإِنَّ الْخُلُقَ الصُّورِيَّ لَا يُتَصَوَّرُ فِيهِ التَّشَبُّهُ.
(۲):عَنِ ابْنِ عُمَرَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ تَشَبَّهَ بِقَوْمٍ فَهُوَ مِنْهُمْ ». سنن ابی دواود کتاب اللباس فی لبس الشهرة، و مشکوة المصابیح کتاب اللباس الفصل الثاني: ص۳۷۵، هکذا فی المرقاة.
(۳): فتاوي محمودیة: ج۱۹، ص۲۸۹- ۲۹۰.
جواب: مولوي رفیع الله
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا ، مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
-----------
اړیکي: ۹۳۷۰۶۶۶۰۰۸۲+