تعليم الاسلام دارالافتاء
نوم: احمد نصیر
د اوسېدو ځاى(هلمند افغانستان)
سوال : ايا یو پير په خپل کرامت لمر یوه نیزه را کښته کولای سي؟
جواب: حامداً و مصلياً
کرامت د اولیاؤ په اختیار کي نه دی، خو داسي کېدلای سي چي الله د یو ولي د کرامت له پاره لمر یوه نیزه راکښته کړي خو د تاریخ په اوږدو کي بیا تر دې دمه دغه ډول کرامت د یو ولي په لاس ښکاره سوی نه دی، البته د کومو کسانو په اړه چي د داسي کرامت خبره کیږي هغه بې سنده او د باور وړ خبره نه ده.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): قال ملا علي قاري رحمة الله علیه:کل ما جاز ان یکون معجرة لنبی جاز ان یکون کرامة لولی. شرح فقه الاکبر: ص۱۳۱.
(۲):وأن إمام الحرمين قال المرضي عندنا تجويز جملة خوارق العادات في معرض الكرامات. ردالمحتار: ج۳، ص۳۰۸.
(۳): قال شیخ ابن عابدین رحمة الله علیه: وفیما مراشارة الی جواز کون الکرمة من جنس ما وقع معجزة للانبیاء کانفلاق البحر انقلاب العصی حیة و احیاء الموتی. مجموعة رسائل ابن عابدین: ج۲، ص۲۷۹.
(۴): امام اعظم رحمة الله علیه او جمهور علماء فرمايي چي د کرامت له پاره خاص اندازه نسته بلکه هرڅه چي معجزه کېدلای سي یو نبی لره روا دی چي کرامت وګرځي یو ولی لره. بوادر النوادر: ص۷۸.
جواب: مولوي سید محمد ابراهیم
الجواب صحيح: مولوي عبدالهادي اغا و مولوي عبدالغفار حسيني و مولوي سید عبدالباري
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان
www.taleemulislam.net