تعليم الاسلام دارالافتاء
د صادرې شميره : (۱۱۴۰)
نوم: حمدالله
د اوسېدو ځاى: ( کابل افغانستان )
سوال : که چیري یو نفر و بل چاته ۵لکه کمي یا زیاتي پيسې په قرض ورکړي پر نوموړو پیسو باندي زکات فرض دی او که نه؟
جواب :
حامداً و مصلياً
پر غني باندي لکه څه ډول چي په نقدو پیسو کي زکات فرض دی، دغه ډول د هغو پیسو زکات هم پر فرض دی کومي چي بل ته ئې په قرض ورکړي وي، البته قرض چي هر مهال حاصل کړي د تېري سوي مودې زکات به ئې اداء کوي. والله اعلم
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
(١): ولو كان الدين على مقر مليء أو معسر تجب الزكاة لإمكان الوصول إليه ابتداء أو بواسطة التحصيل وكذا لو كان على جاحد وعليه بينة أو علم به القاضي. الهدایة: ج۱، ص۱۶۹.
(۲): وفي مقر به تجب مطلقا سواء كان مليا أو معسرا أو مفلسا كذا في الكافي. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۷۵.
(۳): ووسط ، وهو ما يجب بدلا عن مال ليس للتجارة كعبيد الخدمة وثياب البذلة إذا قبض مائتين زكى لما مضى في رواية الأصل وقوي ، وهو ما يجب بدلا عن سلع التجارة إذا قبض أربعين زكى لما مضى كذا في الزاهدي. الفتاوي الهندیة: ج۱، ص۱۷۵.
(۴): اعلم أن الديون عند الإمام ثلاثة قوي ومتوسط وضعيف ف ( تجب ) زكاتها إذا تم نصابا وحال الحول لكن لا فورا بل ( عند قبض أربعين درهما من الدين ) القوي كقرض ( وبدل مال تجارة ) فكلما قبض أربعين درهما يلزمه. الدرالمختار هامش ردالمحتار: ج۲، ص۳۸. رشیدیة.
جواب: مولوي عبدالهادي اغا
الجواب صحيح: مولوی سید عبدالباري و مولوي عبدالغفار حسيني
تعليم الاسلام دارالافتاء
کندهار افغانستان