لیکنه: دکتور عبدالمحسن بن محمد القاسم: د نبوي مسجد امام او خطیب.
ژباړه: شکرالله رسولي
اول شرط:
د بنده خوشبختي د خپل رب په پوره عبادت کي نغښتي ده، او عبادت هغه وخت شرعاً صحیح بلل کیږي چي په عمل کي اخلاص موجود وي او د نبي صلی الله علیه وسلم د سنت سره موافق وي، کله چي یو عمل د اخلاص څخه خالي وي نو دده عمل د غبار په شان ګرځي، الله عزوجل فرمایې:
(وَقَدِمْنَا إِلَى مَا عَمِلُوا مِنْ عَمَلٍ فَجَعَلْنَاهُ هَبَاءً مَنْثُورًا) الفرقان ۲۳
ژباړه: او هر څه چي د هغو کړه وړه دي موږ به هغه را واخلو، د دوړي په څېر به یې والوزوو.
دوهم شرط:
او کله چي په عمل کي اخلاص موجود وي خو د نبي صلی الله علیه وسلم د سنت موافق نه وي نو دا عمل مردود دی پر هغه شخص باندي، نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
((من عمل عملاً لیس علیه امرنا فهو رد)). رواه مسلم
ژباړه: چا چي یو عمل وکړ خو هغه عمل زموږ د حکم موافق نه و نو هغه عمل رد دی.
بدله:
او کله چي په یو عمل کي اخلاص او د سنت موافق وي نو هغه عمل مقبول دی، الله تعالی فرمایې:
(إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ كَانَتْ لَهُمْ جَنَّاتُ الْفِرْدَوْسِ نُزُلًا) الکهف ۱۰۷
ژباړه: کومو کسانو چي ایمان راوړی او ښه عملونه یې وکړل، د هغو مېلمستون به د فردوس جنتونه وي.
سرچینه: تعلیم الاسلام ویب پاڼه