لیکنه: مولوي محمد اکبر/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
اسان فقهي اصطلاحات
(اتمه برخه)
(س)
سائمة: هغه حیوان چي دکال په ډېره برخه کي پر عامو څړځایونو باندي څري او خپل د ضرورت خواړه دهمدې لاري پېدا کوي.
ساعي: هغه کس چي د زکات ټولولو له پاره ټاکل سوی وي.
سبیل الله: جهاد، حج او دیني علم زده کول او نور مګر که چېري مطلق ذکر سي، نو بیا دا دقتال په معنی دئ.
سبیلین: دوې لاري دغټو او کوچنی بولو لاري.
سُترَه: ستره هغه شی چي دلمانځه مخي ته نصب کېږی یا ددې له پاره جوړ کړل سي ترڅو د لمونځ کوونکو مخ ددې څخه تېر سي.
سجدة: په خاص شکل تندی لګولو ته سجده وايي.
سجدة تلاوت: هغه سجده چي دسجدې دآیتونو په لوستولو سره واجبېږي.
سجدة سهوة: هغه سجده چي په لمانځه کي دواجبو په پریښودلو او دفرضو په تاخیر سره واجبېږي.
سعی: تېز تګ کول مګر دځغاستي څخه کم، دصفا او مروا په منځ کي تګ کول همدې ته سعی ویل کېږي.
سفر: د اوسېدلو دځای څخه دشرعي اندارې سره سم سفرکول چي په اوسني وخت کي ۷۸ کلو مېټره کېږي.
سدل ثوب: لفظي معنی يې داده چي جامې ځړول، په اصطلاح کي پر سر او اوږو په داسي توګه جامه اچول چي دبدن دواړو خواته را ځړېدلې وي.
سکنی: داوسېدلو ځای.
سکوت: دقدرت او توان سره سره چوپتیا.
سلم: هغه بیع ته ویل کېږي چي قیمت نغدي او مبیع پور وي یا بیع العاجل.
سند: د روایت هغه لړۍ چي دحدیث شریف تر متن پوري رسېږي.
سَمَک طافی: هغه ماهی چي په طبعي مرګ مړ سي او بیا د اوبو پر سر را رپورته سي.
سنت: هغه عمل چي دنبي کریم صلي الله علیه وسلم څخه ثابت وی خو فرض او واجب نه وی لکه: مسواک وهل.
www.taleemulislam.net