حضرت ابی امامه باهلي رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دوو کسانو یادونه وسوه چي یو عابد او بل عالم دی (کوم یو افضل دی؟) نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: فَضْلُ الْعَالِمِ عَلَى الْعَابِدِ كَفَضْلِى عَلَى أَدْنَاكُمْ. رواه الترمذي
ژباړه: عالم پر عابد دومره فضیلت لري لکه زما فضیلت پر هغه شخص چي په تاسو کي د ادنی درجې وي.