تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام پر خلاف کتبي تبلیغات
  تعلیم الاسلام
  May 2, 2017
  0
لیکنه: نوید احمد / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
2017-05-02 
په کال ۱۹۷۹ د اپریل پر ۱۶ د نړۍ په مشهوره مجله (ټایمز) کي یوه مقاله نشر سوه چي لیکلي يې وه: 
 
د ۱۵۰ کلونو په ترڅ کي یعني د ۱۸۰۰م څخه تر ۱۹۵۰ م پوري د اسلام پر خلاف (۶۰۰۰۰) کتابونه لیکل سوي دي!
 
که چیري دغه شمیر ته څوک حساب وکړي نو معلومیږي چي هره ورځ تر یو زیات کتاب د اسلام پر خلاف لیکل سوی دی.
 
او د سپټمبر ۱۱ څخه وروسته (چي د امریکا پر دوو مشهورو تجارتي تعمیرانو حمله وسوه) تر دې زیات لیکل سوي دي.
 
ددې ترڅنګ په ټولو نړیوالو رسنیو کي یوه ادنی پېښه چي مسلمان یې ارتکاب وکړي اسلام ته منسوبیږي خو که همدغه یا تر دې لوی جرم عیسايي یا یهودي وکړي د هغه مذهب ته نه منسوبیږي. پر دې سربیره په سلګونه ادارې او اشخاص په کفري او اسلامي نړۍ کي اسلام خلاف دسیسو ته ځانګړي سوي دي.
 
 موږ او تاسو وینو چي په هیواد کي داخل بعضي کسان د اسلام د احکامو خلاف تبلیغات کوي او یا اعتراض پر کوي، دا خلګ د همدغو ادارو څخه خړوبیږي.
 
د اسلام د پیل څخه بیا په هره پیړۍ کي مختلفو کفارو چي اسلامي معلومات یې په لوړه کچه حاصل کړي وه د اسلام د ورکیدو لپاره ډيره زیار وکښی خو ټولو ارمانونه ګور ته یوړل.
 
که چیري ددې دسیسو لږ برخه د یوه بل مذهب پر خلاف مصرف سي نو هغه مذهب به د مځکي د سر څخه ورک سي.
 
څه وجه ده چي نن د درستي نړۍ ټول نظامي، اقتصادي، رسنیز او فکري طاقتونه د اسلام پر خلاف تبلیغات کوي خو اسلام بیا هم ورځ تر بلي مسلمانانو ته محبوب کیږي او په همدغه کفري نړۍ کي بې شمیره کسان اسلام ته داخلیږي؟ ښکاره خبره ده چي دا د اسلام د حقانیت یو ستر دلیل دی. هغه دا چي دا حق دین دی او د کائیناتو د رب لخوا يې نصرت کیږي.
 
د الله تعالی وعده څوني رښتنې ده چي فرمايي:
 
( يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ.) (سورة الصف: ۸)
 
(منکران) اراده لري چي د الله رڼا (شریعت) په خپلو خولو سره مړه کړي او الله د خپلي رڼا پوره کوونکی دی که څه هم کافران منکران دا (د رڼا تکمیل) بد ګڼي.
 
کفارو او د هغو ذهني غلامانو ته همدا یو لوی عبرت دی چي د دوی د درواغجنو او مغرضو تبلیغاتو سره سره به اسلام تل مخ په وړاندي روان وي خو کفار او منافقین به خپل ارمانونه ګور ته یوسي، په تور مخ به د قهار ذات جل جلاله سره مخ کیږي.
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته