د ديني علماؤ قدر وکړئ
لیکنه: مولوي نورالحق مظهري/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه
۱ ـ ديني علماؤ ته الله تعالی عزت ورکړی دئ، څوک چي يې بې عزتي کوي په اصل کي هغه د الله سره جګړه کوي.
۲ ـ ديني علماء د انبياؤ وارثان دي، څوک چي په سپکه ورته ګوري هغه په اصل کي انبياؤ ته احترام نه لري.
۳ ـ ديني علماء د اسلامي ټولني رهبران دي، څوک چي يې له پامه غورځوي هغه په اصل کي اسلامي ټولنه تباه کوي.
۴ ـ ديني علماء د اسلامي سياست مخکښان دي، ځکه نو د قيادت او حاکميت په چارو کي بايد ددوی سره مشوره وسي.
۵ ـ ديني علماء په عقيده او عمل کي د مسلمانانو پالونکي دي ځکه نو بايد تعليمي او ښوونيز بهير ددوی سره په همږغۍ پر مخ ولاړ سي.
۶ ـ ديني علماء تر بل هر چا د ښه او بد تشخيص ژر او دقيق کولای سي ځکه نو موږ بايد مثبت او منفي ددوي په تعبير وپېژنو.
www.taleemulislam.net