لیکنه: مولوي عبدالله "زلمی"- ارزګان / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
د اوسني دور اکثره هڅي؛ د درسونو ویل، دکار او کسب زده کول اوځيني په نوم عبادات تر سره کول د مال او دولت د ډېرولو لپاره دي، همداسي ډېر جنجالونه، دعوې او دښمنۍ د همدې مال او دولت د حصول پر سر رامنځته کيږي.
که موږ ګورو؛ نو د نړۍ پر مخ زيات محبوسین د همدې مال د ډېرولو له امله د زندان توري شپې سبا کوي، د محاکمو ډیري دوسيې هم د مال او پیسو د ډیروالي پر لانجو راګرځي.
نن سبا په اسلامي ټولنه کي هغه لازمه همدردي نه تر سترګو کیږي، کومه چي د مسلمانانو د شان سره مناسبه وي؛ داسي چي یو مسلمان ورور ته مالي، بدني او يا روحي مشکل پیښ سي او نور مسلمانان ئې ملاتړ وکړي، د ټولني هره طبقه د پیسو د ډېرولو په هڅو لګيا وي. عام خلک مال او سرمایه د یو شخص د ښه والي او برترۍ معیار ګڼي او د همدي معيار د لاسته راوړلو په هڅه کي لالهانده وي، د مال او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره ئې شپه او ورځ پر ځان یوه کړې وي، تر دې چي ځيني اشخاص د داسي کارونو کولو ته غاړه ږدي، چي په شریعت کي ورته د جرم په سترګه کتل سوي دي او د سود، غلا، جاسوسۍ، قتل، اختطاف او نورو غير شرعي کارونو د کولو په جرم ځانونه مرتکب کوي.
بعضي کسان د مال حاصلولو لپاره بې شمېره مشقتونه ګالي او کفري هیوادونو ته د سفر لپاره د تګ تکل کوي او هلته د مزدورۍ لپاره په داسي چاپیریال کي استوګنه غوره کوي، چي په کښي د دین عملي کول زيات ستونزمن وي، ځيني مهال د فحاشۍ او عريانۍ په عموميت سره د مزدورۍ د حاصلولو پرځای د امراضو او ناروغيو په سختو کندو کي ولويږي.
اوس پوښتنه داده، چي آیا په اسلام کي د دنیا لپاره دومره چیغي، نعرې اوسورې وهل، ژړاګاني او هڅي کول روا دي؟
الله تعالي مال او اولادونه فتنه بللي دي، آیا ددې فتنې لپاره خپل ټوله عمر وقف کول مناسب کار دی ؟ آیا په فتنه کي د ځان واقع کولو لپاره دومره هڅي جایز دي ؟
الله تعالي په قرآن کریم کي مسلمانانو ته څو ځایه خبر ورکړی دی، چي په دې سره دوکه نه سئ، یعني باید ستاسي دنیا او دولت تاسي د آخرت له فکره او کاره و نه باسي، ځکه هغه ابدي ژوند دی او دا فاني، نو یو شی چي ابدي وي، د هغه لپاره باید ژړا او کوښښ وسي، نه د هغه فاني او خسيس شي لپاره، چي د یو څو ورځو لپاره وي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد مبارک دی:
كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ، أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ. (رواه البخاري، ج:۸، ص:۱۱۰)
ژباړه: ته په دنیا کي داسي اوسیږه لکه ته چي یو نابلده او یاهم دلاري یو مسافر يې.
لکه څنګه، چي یو نابلده او مسافر سړی په یو کلي کي د ځان لپاره کور او سامان نه تياروي، همداسي د یو مسلمان لپاره د دنیا، مال او دولت لپاره دومره لویي خزانې تیارول نه وي مناسب.
حضرت هاشم بن ربیعه رضی الله عنه د مرګ په حالت کي ژړل، چا ترې وپوښتل، چي ولي ژاړې ؟ ده وویل: پر دې ژاړم، چي رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته یو وصیت کړي وو، موږ پر هغه عمل ونه کړای سو، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل، چي په تاسو کي که څوک خامخا مال جمع کوي، نو دومره اندازه دي جمع کړي، چي یو مریی د خدمت ولري او یو آس د الله په لاره کي د جهاد لپاره ودروي، خو اوس زما جمع سوی مال تر دې اضافه دی، نو ځکه ژاړم، راوي وايي: دده مبارک تر مرګ وروسته دده ټوله کل (میراث) یواځي دیرش درهمه سول، چي په کښي د اوړو د اخښلو کاسه هم داخله وه.
حضرت سلمان فارسي رضی الله عنه هم د مرګ پر وخت پردې خبره پریشانه وو، چي هسي نه ډېره دنیا ئې ګټلې وي، د الله جل جلاله په لاره کي ئي مصرف نه کړي او ورڅخه پاته سي، کله چي هغه مبارک وفات سو نو د هغه ټوله ترکه (پاته مال) یواځي څوارلس (۱۴) درهمه ارزښت درلود.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۸ ګڼه
-------------------------------------------