نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: د مؤمن مثال د کښت د تر او تازه نرم ښاخ په ډول دی چي باد يې ښوروي، کله يې باد کښته کړي او کله يې سیده کړي (کله په مصیبت او کله په راحت کي وي) تر دې چي اجل يې پوره سي، او د منافق مثال د صنوبر (ناجو) درختي په شان دی چي سیده ولاړه وي او هیڅ شی یې نه کږه وي (په راحت کي وي مصیبتونه يې لږ وي تر څو کومه کفاره او ثواب حاصل نه کړي) تر دې چي هغه یو دم پر مځکه ولوېږي. متفق علیه