تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د مور او پلار له لوري حج يا عمره کول
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  July 27, 2024
  0

لیکنه: انجینر محمد اسلم اسلم/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د مور او پلار له لوري حج يا عمره کول


له حضرت ابو رزين رضی الله عنه څخه روايت دئ، چي دی د رسول الله صلی الله عليه وسلم په خدمت کي حاضر شو او عرض يې وکړ: يا رسول الله صلی الله عليه وسلم ! زما پلار ډير سپين ږيری شوی، د حج يا عمرې کولو قوت او طاقت نلري نه سفر کولای شي، که چيرته زه د هغه له لوري حج وکړم نو په دې کي ارشاد څه دی؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ته د خپل پلار له لوري حج وکړه او عمره وکړه. (مشکوة المصابيح، ص : ۲۲۲) 


همدا رنګه له حضرت ابن عباس رضی الله عنه څخه روايت دی چي د بني خثعم قبيلې يوې ښځې عرض وکړ يا رسول الله صلی الله عليه وسلم! د حج فريضه کومه چي د الله تعالی له لوري پر بندګانو فرض ده، ما خپل پلار په داسي حالت کي پيدا کړی کوم چي ډير سپين ږيری دی او په سپرلۍ باندي په پوره ډول نشي کيناستلای، آيا زه د هغه له لوري حج وکړم؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هو! د هغه له لوري حج وکړه، دا واقعه په حجة الوداع کي وه. (مشکوة المصابيح، ص : ۲۲۲، رواه البخاري ومسلم).


له همدغو دواړو حديثونو څخه د مور او پلار له لوري د حج بدل کولو اهميت او فضيلت معلوم شو، او دا هم معلومه شوه لکه څرنګه چي د بل چا له لوري حج بدل کيدلای شي همدا رنګه عمره هم کيدلای شي.


همدا رنګه د حضرت ابن عباس رضی الله عنه له روايت معلومه شوه چي ښځه د سړي له لوري حج کولای شي او هر کله چي ښځه د سړي له لوري حج کولای شي نو سړی يې د سړي له لوري په طريقه اولی کولای شي.


او له همدغو دواړو حديثونو دا هم معلومه شوه د چا له لوري چي حج يا عمره کيږي د هغه مړينه ضروري نه ده، بلکي د ژونديو له لوري هم حج او عمره کيدلای شي، يوازي دومره خبره شته چي د احرام تړلو په وخت کي به د هغه چا له لوري د حج يا عمرې اداء کولو نيت کوي د چا لپاره چي د حج يا عمرې کول وي (حقوق الوالدين، ص : ۵۷ )

 

www.taleemulislam.net

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته