رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: کوم مسلمان چي (د بل مریض) مسلمان د ورځي په اوله حصه کي عیادت کوي نو اویا زره (۷۰۰۰۰) ملکي تر ماښامه ده ته دعاوي کوي او چي د ورځي په اخري برخه کي تر زوال وروسته (د مریض) عیادت وکړي نو اویا زره ملکي دده لپاره تر سهاره (د رحمت او مغفرت) دعاوي کوي او په جنت کي دده لپاره یو باغ مقرر کیږي. رواه الترمذي وابوداود