تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
غوره قرباني
  تعلیم الاسلام
  August 30, 2017
  0

لیکنه: مولوي محمد عمر خطابي حفظه الله / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د قرباني د پاره تر ټولو غوره حيوان چاغ ، ابلک ښکرور ، خصي مږ دى ، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم به همدا ډول پسه قرباني کاوه ، د اکثرو په آند منده تر خصي افضل ګڼل کيږي ، ځکه په ځينو رواياتو کي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د قربانۍ په صفت کي فحيل راغلى دى فحيل ومنده ته وايي .

ذبح

ذبح حلالولو ته وايي ، ذابح حلالونکي ته وايي ، ذَبِيحَة حلال سوي حيوان ته وايي ، هغه حيوانان چي د غوښو خوړل يې جايز دي ، غوښه يې هغه مهال خوړل کيږي چي په شرعي ډول حلال کړل سي .

 
شرعي ذبح دا ده چي مسلمان يې د الله جل جلاله په نامه حلال کړي يعني د حلالولو په وخت کي يې بسم الله و الله اکبر پر ووايي ، که څوک د حلالولو په وخت کي قصدا د الله نوم پر ياد نه کړي ، هغه ذَبِيحَة مرداره ده ځکه چي الله جل جلاله فرمايلي دي : وَلَا تَأْكُلُوا مِمَّا لَمْ يُذْكَرِ اسْمُ اللَّهِ عَلَيْه ...( ١٢١ الانعام ) 
ژباړه : او تاسو د هغو حيوانانو غوښه مه خورئ ، کوم چي د الله تعالی نوم پر ياد سوى نه وي .
 
البته که د چا څخه د ذبح په مهال بسم الله د ياده ووتل او په هېره يې و نه ويل بيا يې ذَبِيحَة حلاله ده.
 
د اهل الکتاب يعني د يهوديانو او عيسويانو ذَبِيحَة هم حلاله ده.
 
د يادوني وړ ده لکه څه ډول چي د مسلمانانو هغه ذَبِيحَة چي په خپه يا منګولو يې ووژني ، يا د الله څخه ماسيوا د بل چا په نامه يې حلاله کړي ، مرداره ده دغه ډول ذَبِيحَة د اهل الکتاب دا هم مرداره ده.
 
د مرتد ، مجوسي او بت پرستانو ذَبِيحَة مرداره ده.
 
مُحرِم که د احرام په حالت کي وحشي حيوانان لکه د غره پسه يا وحشي مرغان حلال کړي هغه مردار دي ، دغه ډول حلال يعني داسي څوک چي په احرام کي نه وي ، که وحشي حيوانان د مکې د حرم په ساحه کي دننه حلال کړي هغه هم مردار دي.
 
البته مُحرِم د احرام په حالت کي کورني حيوانان او کورني مرغان لکه پسه ، غوا ، اوښ چرګه او کورنۍ هيلۍ حلالولاى سي.
 
دغه ډول د مکې د حرم په ساحه کي دننه هم که څوک کورني حيوانان او کورني مرغان ذبح کړي نو هغه هم حلال دي .
 
په خپه وژل سوى حيوان مردار دى ، دغه ډول هغه حيوان هم مردار دى چي په لرګي ووهل سي او مړ سي ، يا د لوړ ځاى څخه را ولويږي او مړ سي ، يا يې بل حيوان په ښکر ووهي او مړ سي.(۱)
 
------------------------------------------------------------------------------------
(۱) الله فرمايلي دي : حُرِّمَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيرِ وَمَا أُهِلَّ لِغَيْرِ اللَّهِ بِهِ وَالْمُنْخَنِقَةُ وَالْمَوْقُوذَةُ وَالْمُتَرَدِّيَةُ وَالنَّطِيحَةُ وَمَا أَكَلَ السَّبُعُ إِلَّا مَا ذَكَّيْتُمْ وَمَا ذُبِحَ عَلَى النُّصُب ....( ٢ المايدة )
ژباړه : پر تاسو مردار سوى حيوان ، وينه ، د خنزير غوښه او هغه حيوان چي د الله څخه ماسيوا د بل چا په نامه حلال سوى وي ، په خپه وژل سوى ، د لرګي په وهلو وژل سوى ، د لوړي څخه رالوېدلى ، په ښکر وهل سوى او هم هغه حيوان چي درنده ګانو په خوړلو وژلي وي حرام  کړل سوي دي البته بېله هغه حيوان څخه چي ژوند پکښي پاته وي تاسو يې ذبح کړى هغه بيا درته حلال دى ، دغه ډول د بتانو په نامه حلال سوى حيوان هم در باندي حرام سوى دى .
 
 
----------------------------------
 
مأخذ: فقه المبتدي - نکاح برخه
 
مخکنۍ ليکنه: 
 
کوچني عيبونه
 
د قربانۍ سن 
 
تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته