تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د دنیا او ښځي د فتنو څخه ځانونه وساتئ
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  August 1, 2024
  0

لیکنه: مولوي عبدالله طیب/ تعلیم الاسلام ویب پاڼه 


د دنیا او ښځي د فتنو څخه ځانونه وساتئ 


تر ټولو لویه او غټه فتنه د ښځو او د مال فتنه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم څوارلس نیم سوه کاله مخکي موږ ته دا بیان کړي چي د ښځو او مال د فتني څخه ځانونه وساتئ، دا هغه دوې لویې فتني دي چي انسان د تباهۍ او هلاکت سمندر ته غورځوي او انسان ته یوه لویه پښیمانې او ملامتیا ده، که غواړئ چي ددغه دوو فتنو څخه په امن کي سي نو ډیر احتیاط کوئ.


 که چیري تاریخ وګورو نو د ښځو فتنه دومره خطرناکه واقع سوې چي د دولتونو د سقوط او ړنګیدلو سبب سوې، لکه څرنګه چي اوس زموږ محترم: مسؤلین او مجاهدین د لویې ازموینې سره مخ دي چي هغه د مال او ښځي فتنه ده، نو باید د ډیر احتیاط څخه کار واخیستل سي، هر قدم او هر قول په ډیر احتیاط سره واخیستل سي، مال ډیر خوږ شی دی انسان ډیر ژر په خطاوځي او ډیر ژر په انسان کي تغیر او بدلون راولي، د ښځي فتنه بیا هغه فتنه ده کچیري خدای مکړه څوک پکښي مبتلا سو سربیره پردې چي ژوند به یې ورڅخه تباه او برباد کړي، دنیوي او اخروي پیښمانې به وي بلکي دی به په ټولنه کي ډیر سپک، خوار، ذلیله او ډیر بې ارزښته ښکاریږي او خلک به ورته هیڅ اهمیت نه ورکوي.


ګورئ چي څوک په دنیا او مال باندي ځان مغروره نکړئ دنیا الله تعالی جل جلاله زموږ د ازموینې اخیستلو لپاره رالیږلې، چاته یې ډیره ورکړي چا ته یې لږ ورکړي، د چا معاش په لکو دی او د چا معاش بیا په زرو دی، نو پام کوئ چي پدغه ازموینه کي ناکامه او بدنامه راپورته نه سی.
د دنیا او ښځو د فتني په اړه احادیثو کي راځي:


عن أبي سعيد أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال : « إن الدنيا خضرة حلوة ، وإن الله مستخلفكم فيها فينظر كيف تعملون ، فاتقوا فتنة الدنيا وفتنة النساء ، فإن أول فتنة بني إسرائيل كانت فتنة النساء.


ژباړه: د حضرت ابي سعید رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: بیشکه دنیا شنه ده، خوږه ده او الله جل جلاله تاسو په دي دنیاکي خلیفه ګان ګرځوي، چي وګوري تاسو څنګه اعمال کوئ، نو وبیریږئ د دنیا د فتنې څخه او د ښځو د فتنې څخه، ځکه اوله فتنه د بني اسرائیلو هغه په ښځو کي وه.


تشریح: یعني دنیا ډیره خوږه ده او الله جل جلاله هم تاسو په دي دنیا کي خپل خلیفه ګان ګرځولې یاست چي تاسو څنکه اعمال کوی، د الله جل جلاله پدغه ازموینه کي کامیابه کیږی که ناکامه کیږی، نو د مال او د ښځو د فتنې څخه ډیر وبیریږئ ځکه د ښځو داسي فتنه ده چي په بني اسرائیلو کي هم ترټولو اوله فتنه په ښځو کي وه، یعني د ښځو په سبب پیښه سوه.


د رسول الله صلی الله علیه وسلم وروسته لویه او غټه فتنه د ښځو فتنه ده، حدیث کي راځي: عن أسامة بن زيد قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « ما تركت بعدي فتنة أضر على الرجال من النساء.


ژباړه: د اسامه ابن زید رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایې: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: ما نده پري اېښي زما څخه وروسته فتنه چي هغه دي ضررناکه وي پر خلکو باندي تر فتني د ښځو.


یعني د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته دده د امت لپاره غټه او لویه فتنه د ښځو فتنه ده.


درنومسلمانانو وړونو، مسؤلینو او مجاهدینو ! د ښځو او مال فتنې ډیر خلک هلاک کړل، د ډیرو خلکو ایمانونه یې یي ورڅخه واخیستل، ډیر خلک یې د سمې لاري څخه واړول، ډیر خلک یې بدنامه کړل، د ډیرو خلکو حیثیت او ابرو یې ورڅخه وپاشل او ډیر نور یې د بربادۍ او تباهۍ لاري ته یووړل، نور ډیر محتاطه اوسئ.

 

www.taleemulislam.net

 

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته