ژباړه : نويداحمد
داسلامي نړۍ مشهور او منلی عالم علامه مفتي محمد تقي عثماني صاحب د خپلو نادرو سفرنامو څخه د جهانِ دیده په نامه کتاب کي د عراق د سفر په اړه تفصیلي معلومات لیکلي چي د مختلفو مهمو او مشهورو اشخاصو د مقاماتو په لړ کي زموږ او ستاسو د مذهب د امام حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مزار په اړه خپل تأثرات لیکلي دي چي ژباړي ته يې ستاسو پام را اړوو:
د حضرت امام ابو یوسف رحمة الله علیه د مقبرې څخه چي کله وتلو نو لمر پر لوېدو وو، اوس نو زموږ په زړه کي د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه پر مزار باندي د حاضرېدو ډېر زیات شوق وو چي ددې ځای څخه ډېر لیري واقع دئ . مګر زموږ موټر وان چي نه یوازي موټر وان وو بلکي د مېلمه پالني وجايب يې هم په ډېر اخلاص او محبت سره سرته رسول، د ماښام لمانځه ته يې جامع الامام الاعظم رحمة الله علیه ته ورسولو.
د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه د مبارک مزار په خاطر دا ټوله سیمه د "اعظمیة" په نامه مشهوره ده. اوس نو دا د ښار هغه تر ټولو ځلانده سیمه ده مګر د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په مبارکه زمانه کي دا یو هدیره وه او څرنګه چي د خلیفه وينځه "خیزران" دلته دفن سوې وه نو ځکه دا په "مقبرة الخیزران" سره مشهوره وه. خطیب په تاریخ بغداد کي لیکلي دي چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارک سیرت مشهور روایت کوونکی محمد بن اسحاق رحمة الله علیه هم په همدغه هدیره کي دفن سوی دئ. مګر اوس نور قبرونه خو لادرکه سوي دي او ځای يې اباديو نیولی دئ البته د حضرت امام اعظم رحمة الله علیه مزار اوس هم پاته دئ او دې ته نژدې یو شانداره مسجد د "جامع الامام ابي حنیفه رحمة الله علیه " په نامه سره تعمیر سوی دی.
موږ د مسجد دروازې ته ورسېدو چي د ماښام داذان زړه راښکونکي اواز ازانګې کولې. مقبرې ته تر حاضرېدو مخکي مو د ماښام لمونځ ادا کړی بیا په زړه کي د شوق او ذوق د جذباتو يو ځای و مزار ته حاضر سولو ، داسي مو محسوس کړل چي خوښۍ، سکون او نورانیت په مجسم کېدلو سره ددې مبارک مزار پر شا وخوا باندي یوه هاله جوړه کړې ده. مخ ته مو هغه محبوب شخصیت په استراحت وو، چي د هغه سره مو د ماشومتوب څخه د زړه تړاو داسي را روان وو چي د هغه د محترم نوم په اورېدلو سره به مو په زړه کي د عقیدې او محبت فوارې پورته کېدلې.
حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه په هغه زمانه کي په کوفه کي پیدا سوی دئ چي دا ښار د علم او فضل مرکز ګرځېدلی وو. ددې ښار په ګوټ ګوټ کي به د سترو سترو محدثینو او فقهاوو د درس حلقې جوړي وي او د حدیثو د علم هیڅ طالب به د کوفې د علماوو څخه بې نیازه کېدلای نه سوای. د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه د محترم پلار نوم ثابت دی او هغه د امام صاحب رحمة الله علیه په ماشومتوب کي وفات سوی وو. (حدائق الحنفیة).
په پیل کي حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په تجارت باندي زیات مشغول وو، مګر ددې ترڅنګ يې د عقایدو د علم او کلام سره هم زیاته علاقه وه. حضرت عامر بن شراحیل شعبي رحمة الله علیه په ده کي د ذهانت او هوښیارۍ نښي ولیدې نو د علم په تحصیل باندي د مشغولېدلو نصیحت يې ورته وکړی. دا نصیحت ډېر اغېزمن تمام سو! او ده مبارک د تجارت د مشغلې پر ځای د علم لاس ته راوړل خپل د ژوند لباس وګرځوی. (مناقب الامام الاعظم للمکي). او د خپلي زمانې د اکثرو جلیل القدرو مشایخو څخه يې علم حاصل کړی، تر داسي اندازې چي ځینو حضراتو د امام صاحب رحمة الله علیه د استاذانو شمېر تر څلور زرو (۴۰۰۰) پوري ښوولی دئ .
وروسته چي الله جل جلاله د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه څخه د دین او علم کوم ستر خدمت اخیستی دی هغه بیانولو ته اړتیا نلري. او دا دده د زحمتونو او خدمتونو ثمره ده چي نن تر نیمايي زیاته اسلامي نړۍ د قران او سنت په تشریح او تعبیر کي هم دی خپل امام او مقتدا منلی دی.
په پیل کي حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په کوفه کي اوسېدی، مګر د کوفې امیر ابن هبیره د ځینو سیاسي اهدافو پر بنیاد نه یوازي دی بندي کړی بلکي زیات تکلیفونه یې هم ورکړل، بالاخره چي کله دی مبارک د بند څخه خلاص سو نو دده د ظلم او ستم څخه د حفاظت په خاطر يې مکې مکرمې ته مخه کړه او څو کاله هم هلته مقیم وو . وروسته چي کله د عراق حالات پر سمېدو سوه نو بیا يې عراق ته تشریف یووړئ، په هغه وخت کي د عباسي خلافت د پیل وختي وې، په شروع کي امام صاحب رحمة الله علیه عباسي خلافت ته په دې هیله ښه راغلی ووایه چي دوی به په دیني لحاظ تر بنو امیه بهتر ثابت سي، خو کله چي دا هیله پر ځای نه سوه نو د عباسي خلیفه ګانو سره يې هم مخالفت شرو ع سو. خلیفه منصور د خپل حکومت په عهد کي دا غوښتل چي امام صاحب رحمة الله علیه کومه حکومتي دنده قبوله کړي تر څو پر خلګو دده د حمایت اغېزه ولېږي. لیکن امام صاحب رحمة الله علیه په دې سبب کوم منصب نه قبلوی چي په دې سره په ځینو غیرشرعي کارونو کي د حکومتي قوانینو پر ځای کول راتلل. بالاخره چي کله ټینګار ډېر زیات سو نو ده د بغداد د بنایانو څارنه او نګراني کول او د خښتو د شمېرلو مسؤلیت يې قبول کړ. وروسته د منصور له خوا د قضا د منصب پر قبلولو ټينګار شروع سو مګر امام صاحب رحمة الله علیه پر دې منصب باندي په هیڅ ډول راضي نه سو، چي ددې په نتیجه کي منصور بندي هم کړی او یوسلو لس دورې يې هم ووهی! او د ځينو روایاتو څخه دا معلومیږي چي د همدې قید په وخت کي دی مبارک وفات سو او د ځينو څخه معلومیږي چي د بنده خو خلاص سو مګر د حکومت له خوا د فتوا ورکولو او د کور دباندي د خلګو سره پر ملاقات او لیدلو منع کړل سوی وو، په همدې حالت کي يې وخت او وعده پوره سوې وه او د نړۍ څخه رخصت سو، په همدغه ډول د بغداد دې سیمي ته دده مبارک د ارامګاه ګرځېدلو نیکمرغي حاصله سوه.
لکه څنګه چي مخکي ذکر سوه په کوم ځای کي چي د امام اعظم رحمة الله علیه مزار دی یوه هدیره وه چي د "مقبرة الخیزران" په نامه سره مشهوره وه، مګر د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه تر تدفین وروسته دا سیمه د "اعظمیه" په نامه سره مشهوره سوه. د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه مخلصينو دلته یو مسجد تعمیر کړی او د درس او تدریس لړۍ يې پیل کړه ، دا مسجد په پراخېدلو سره یوه شانداره جامع مسجدوګرځېدی چي یو مستقل تاریخ سته يې او پر هغه باندي د مسجد موجوده امام صاحب یو کتاب هم لیکلی دی.
د حضرت امام ابوحنیفه رحمة الله علیه مزار همېشه د عوامو او خواصو مرجع ګرځېدلی دی (لکه څنګه چي خطیب بغدادي رحمة الله علیه د امام شافعي رحمة الله علیه واقعه نقل کوي چي دده مبارک قبر ته به ورتلی او د تبرک په خاطر به یې د الله تعالی څخه دعا غوښتل او دعا به يې قبلېدل).
او دا خبره خو بیخي مشهوره ده چي یو ځل امام شافعي رحمة الله علیه د امام ابوحنیفه رحمة الله علیه و مزار ته حاضر سو نو هلته يې د خپل مسلک پر خلاف د سهار په لمانځه کي قنوت ونه وایه! ځکه چي امام ابوحنیفه رحمة الله علیه ددې قایل نه وو.
د حضرت امام صاحب رحمة الله علیه په مزار کي مو په کښېنستلو سره داسي خوشحالي او سکون محسوس کړی لکه یو ماشوم چي د مور په غېږ کي سکون محسوس کوي! زړه مو دا غوښتل چي دا کیفیت تر ډېره پوري اوږد سي مګر ډېر ناوخته سوی وو، بېله تللو څخه چاره نه وه او دهغه ځای څخه رخصت سولو.
ماخذ: تعلیم الاسلام مجله، ۱۱ ګڼه
----------------------------------------
د امام اعظم ابوحنیفه رحمة الله علیه په اړه نور لیکنیز او ږغیز معلومات:
www.Taleemulislam-Radio.com