تازه سرليکونه
د (احکام) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د اسلام ځواک او کاملیت
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 11, 2022
  0

لیکنه: علي الله متوکل الرحمن / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


کله چي د ادیانو ترمنځ پرتله کیږي، نو اسلام همیشه هغه دین وي، چي تر ټولو ادیانو په هراړخیز ډول برتره او بهتر وي نو ځکه د نړۍ د مختلفو ادیانو څخه ورته هره ورځ ډلي ډلي خلک را درومي او سعادت ئې په نصیب کیږي. حقانیت، جامعیت، سپیڅلتیا، یووالی، اساني، خوشحالي، د ژوند خوند، د ټولني دوا او د انسانانو احترام ددې دین ځانګړتیاوي دي. دا دین د مختلفو زاویو څخه تر نورو ادیانو برتري لري چي ځیني به ئې ستاسي په مخکي کښیږدو:


۱. اسلام حق دین دی: د نړۍ پرمخ حق دین یو دی، هغه ادیان چي وړاندي راغلي، د قران په راتګ سره نور ورباندي عمل نه کیږي. د الله جل شانه لخوا پیغمبران علیهم السلام رالیږل سوي او پیغامونه ورکول سوي دي تر څو د هغه له مخي خلک د الله تعالی و خواته رهنمایي کړي. 


په هر وخت کي یو حق دین موجود وي او بندګان باید د هغه په لټه سي، قبول ئې کړي، ټول اوامر او قوانین ئې په خپل ژوند کي پلي کړي او ځان داسي ورته تسلیم کړي لکه څنګه چي اسلام د تسلیم په معنا دی.


داچي اسلام د تسلیمېدلو په معنا دی نو ځکه ځیني خلک دا سوال کوي چي ایا د اسلام څخه یوازي هغه دین مراد دی کوم چي خاتم الانبیا ﷺ راوړی؟


ددي په جواب کي باید دومره وویل سي: دا سمه خبره ده چي اسلام د تسلیم په معنی دی، خو په هر وخت کي دا تسلیمېدل و خپل ځانته شکل او ډول لري. چي د تسلیمېدلو اوسنی شکل او ډول ئې دا دی کوم چي پر محبوب نبي ﷺ باندي نازل سوی دی، ځکه دا تسلیمېدل یوازي پدې معنی نه دي چي الله ﷻ په وحدانیت ومني بلکي د تسلیمېدو ترڅنګ چي کوم امور، قواعد، اصول، قوانین او دستورونه راغلي، هغه هم باید ومنل سي.


پاته دي نه وي چي د ټولو انبیاوو په ادیانو کي د الله رب العزت وحدانیت موجود وو خو احکام  د هر دین بېل بېل دي. د نورو انبیاوو علیهم السلام په امتونو کي چي به چا صدقه کول نو اور به راغلی او صدقه به ئې وسوځول، یا دا چي کوم کالي یا جامه چي به چټله یا مرداره سوه نو په مینځلو به نه پاکیدل او کوم کس چي به توبه کول غوښتل نو باید وهل سوی او قتل سوی وای او روژه بیا داسي وه چي یو وخت به ئې څه خوراک وکړ تر بل هغه وخت پوري به یې روژه وه یعني یوه شپه او یوه ورځ روژه.


الحمدلله پر موږ رحم سوی او سهولت راکړل سوی، نو ځکه ویلای سو چي په ټولو الهي ادیانو کي د توحید موضوع یو شان ده، خو په احکامو کي مو فرق دی.


۲. یو درست لیکلی نظام ( قران ) درلودل: د اسلام د ځواکمنۍ بل دلیل دا دی چي د کتاب شتون په هر الهی دین کی وجود لري خو اسلام د یو درست کتاب څښتن دی. په نورو ادیانو کی هره ورځ په کتابونو کی لاس وهني او تحریف کیږي.


اسلام د یو عظیم کتاب قران کریم څښتن دی؛ هغه کتاب چي له پیړیو، پیړیو راهیسي ثابت پاته دی. حتی یو لفظ ئې هم تغير ندی موندلی او ددې قران د ساتلو وعده الله ﷻ خپله کړېده. هره ورځ په زرګونو، زرګونو د قران چاپي نسخې له مطبوعاتو څخه په سلګونو ژبو راوځي، تر میلیونونو لاسونو رسیږي او انسانان ترې د هدایت لاره مومي.


۳. قران تحریف نه مني: لکه څنګه چي مخکي یادونه وسوه د اسلام مبارک دین اصلي معجزه قران پاک دی چي د ساتلو او حفظ وعده ئې خپله الله جل شانه کړې ده، لکه چي فرمایي: إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ.

مطلب دا چي قران موږ نازل کړی دی او موږ په خپله ددي ساتندویان یوو.


سربیره پردې چي الله جل شانه د قران د حفظ وعده کړې ده، رسول اکرم صلی الله علیه وسلم ورته کاتبان وقف کړي وه تر څو لیکنه ئې وکړي او تر رحلت وروسته د نبي علیه السلام وارثانو (علماوو) په کلکه هر ځل د قران د تحریف او لاس وهني دفاع کړې او کوي یې.


۴. د نبوت خاتمه: داسلام د ځواکمنۍ بل دلیل د نبوت ختم دی؛ حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اخري نبي په توګه د نړۍ پر مخ ظهور وکړ، چي ورسره د نبوت لړۍ هم ختمه سوه. مخکني رسولان او انبیا علیهم السلام د موقت وخت لپاره یا د کوم مشخص قوم لپاره راتلل، خو ابو القاسم محمد صلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره رالیږل سوی وروستی پیغمبر دی. 


دا چي اخر الزمان نبي صلی الله علیه وسلم د وروستې پیغمبر په توګه ظهور وکړ دا ددې په معنی دی چي تر محمد صلی الله علیه وسلم وروسته نه بل پیغمبر راځي او نه هم بل دین او دا د اسلام پر همیشه توب او تلپاتي والي دلالت کوي.


۵. د اسلام ژوندی پاته کیدل: دا بل څه نه بلکي د اسلام یوه عظیمه معجزه ده چي د اسلام مبارک او مقدس دین تر نن پوري همداسي جاویدانه، همیشنی او ژوندی پاته دی، د امت تر هر نسل پوري رسیدلی او لا رسیږي. که څه هم ددې دین اصلي معجزه قران الحکیم دی چي یوازي او یوازي پر خپل ځان متکي او ولاړ دی، د وخت، تاریخ او دنیوي اوښتون او تمدن سره ئې هیڅ بدلون نه دی کړی. او د څوارلس سوه کلنو په جریان کي د هر وخت په حالاتو کي ور څخه استفاده سوې ده.


قران الکریم د نورو سماوي ادیانو د کتابونو غوندي کتاب نه دی چي د انبیاوو علیهم السلام د تلو څخه وروسته تغیر وخوري، بلکي دا د الله جل شانه داسي مبارک او عزیز کلام دی چي یوه حرف ئې هم تغیر نه دی کړی. نو ځکه اسلام همداسي نوراني او ابدي پاته دی.


۶. د اسلام عالمیت: د اسلام مبارک دین نه په کوم شخص، نه قوم، نه هیواد، نه کومه ټولنه او نه هم کومه ډله پوري اړه لري، اسلام د ټولو عالمیانو دین دی او عالمیان ټول د یوه پلار اولاده ده رسول الله ﷺ فرمایي: " والناس بنو آدم وآدم من تراب " (الترمذي) 


انسانان ټول د یوه مور او پلار اولاده ده او د یوه خالق بنده ګان دي. قوم، نژاد، ټولنه، هیواد او قبیله دا هرڅه د پیژندني لپاره دي. او د الله رب العزت لپاره یوازي برتر او بهتر هغه څوک دی چي د تقوا څښتن وي لکه چي فرمایي: 
(إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ)
 یعني په تاسو کي ډېر عزتمن د الله په وړاندي هغه څوک دی چي تقوا داره وي.


نو بیا ډلي او ټپلي د څه لپاره؟ او دا چي خالق یو دی نو د عجز سر هم باید یوازي و هغه رب العالمین ته ټیټ سي او بس.


۷. اسلام خلک و یو لوی هدف ته را بولي: د کایناتو خالق الله ﷻ دی. دا نړۍ ئې په ډیر ښکلي او ښایسته شکل خلق کړې. د انسان له پیدایښت څخه د درختي د یوې پاڼي تر رالویدو پوري ټول د الله ﷻ په اراده کښي دي. ژر داسي یوه ورځ راتلونکې ده چي دا هر څه به دده په اراده نابود سي. نو دا چي دا هرڅه د الله ﷻ دي نو بیا خو قانون هم باید د الله ﷻ پلی سي. او د الله ﷻ په نزد دین، یوازي د اسلام دین دی دلته اسلام خپل پلویان رابولي ترڅو د الله ﷻ دین دومره خپور کړي چي د نړۍ په هر ګوټ کي و هر کورته ورسېږي، اسلام د نړۍ قانون جوړکړل سي او ټول عالم د سولي په ښایسته نعمت آرام او هوسا سي.


اوس دا کار د مسلمانانو لپاره یو لوی هدف سو تر څو په داسي ښکلي انداز ئې ترسره کړي چي د حساب په ورځ بیا د الله ﷻ  په وړاندي شرمنده نسي او د الله ﷻ ټول را استول سوی شریعت ئې عملي کړی وي. دلته باید اوس د اسلام او نورو ادیانو تر منځ یو پرتله وسي؛ هغه دا چي نور ادیان یوازي تر عبادت ځایونو پوري منحصر دي او اسلام هغه دین دی چي د ژوند په هر اړخ کي پریمانه قواعد، قوانین او حدود لري. نو د اسلام ودې ښیګڼي ته چي د انسان د ژوند په سعادت، سوکالي، عظمت او ازادۍ پوري تړاو لري، کفار ورته حیران او ګوته په غاښ پاته دي. نو په ډلو، ډلو او بېړه، بېړه د اسلام و خواته را درومي.


۸. د خاوند په خوشحاله کولو ښځي ته جنت ورکول کیږي: ښځه د الله ﷻ  لخوا عاجزه بنده جوړه سوې، حیا ئې په برخه سوې او د خاوند د خدمت کولو جوګه ګرځول سوېده. د نارینه په شان ښځه هم د اسلامي شریعت په عملي کولو ماموره ده. دا ورته ویل سوي چي زهد، تقوا، د اولادونو روزنه، د کور پالنه او د نا محرمو څخه د ځان حفاظت وکړي. که چيري ښځه پداسي حال کي مړه سي چي خاوند ځني خوښ او راضي وي، نو الله ﷻ به جنت ورکړي.


نړیوال همیشه دا کوښښ کوي چي ټولنیز ژوند سم کړي، او په یو داسي چاپیریال کي و اوسیږي، چيري چي تر ټوله ستومانۍ وروسته یو آرام ومومي. خو دوی هیڅکله پردې ندي بریالي سوي. ځکه د دوی نارینه او ښځه ټوله ورځ کار کوي ماښام خو ډوډۍ یا په کوم خوړنځای کي خوري او یا هم هر یو ځانته خپله خپله ډوډی تیاروي. ددې په خلاف زموږ په ټولنه کي نارینه کار کوي او ماښام تیاره ډوډۍ له خپلو بچيانو سره خوري. 


داسي یو ښکلي نظام ته په کتلو سره غیرمسلمانان خلک د اسلامي ټولنیز نظام تر تآثیر لاندي راځي، ورسره لیوالتیا ښيي او د اسلام په مبارک دین مشرفه کیږي.


۹. قران د زده کړي، حفاظت، ساتني او خپرېدو لارښوونه کوي: قران و خپلو پلویانو ته دا هدایت کوي چي اسلام د نړۍ هر ګوټ ته ورسیږي، الله ﷻ فرمایي: 


یٰۤاَیُّہَا الرَّسُوۡلُ بَلِّغْ مَاۤ اُنۡزِلَ اِلَیۡکَ مِنۡ رَّبِّکَ ؕ وَ  اِنۡ لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَہٗ ؕ وَاللہُ یَعْصِمُکَ مِنَ النَّاسِ ؕ اِنَّ اللہَ  لَا یَہۡدِی الْقَوْمَ الْکٰفِرِیۡنَ. (المائدة: ۶۷)
د ایت شریف مفهوم دا دی چي: ( ای پیغمبره ) چي ستا د رب د لوري پر تا نازل کړی شویدی. هغه خلکو ته ورسوه. که داسي دي ونه کړل نو هغه د پیغمبرۍ حق دي ادا نکړ. الله ﷻ د خلکو له شر څخه ستا ژغورونکی دی. باور ولره چي الله ﷻ به هیڅکله ( ستا په مقابل کښي ) کافرانو ته د بري لاره ونه ښیي. 


قران و نورو ته د اسلام رسولو د ښه او واضح بیانولو لارښووني کوي.


۱۰. اسلام د سولي دین دی: د اسلام په راتګ سره د عربو د قبایلو ترمنځ ورورولي راغله، جهالت، ظلم، تیری او وحشت کډه وکړه. د انسان کرامت، عزت او مینه له ورایه راښکاره سوه. هرچا چي لبیک ووایه هغه ته ئې غیږه خلاصه کړه. د ټولنو او افرادو تر منځ ئې سوله رواج کړه. اسلام و خپلو پیروانو ته د ورورګلوۍ ، سولي، دوستۍ او یو د بل سره د غاړه په غاړه کیدو درس ورکوي. په ټولنه کي د افرادو ترمنځ د میني او محبت ورکړه شندي او ټولنه و هوسایي او آرامۍ ته را دعوتوي. 


د اسلام په مبارک دین کښي ټول مسلمانان یو د بل سره په ورورۍ ژوند کوي او هغه کسان چي د مسلمانانو په هیوادونو  کښي ژوند کوي خو اسلام یي نه وي قبول کړی هغوی د ذمي یا مستامن په حیث او سیدلای سي او مسلمانان ورسره په یوه ټولنه کي ژوند کوي. بغیر له دې چي یو بل ته کوم زیان ورسوي. او تر ډیره ځایه پوري زیات هغه حقوق ورته حاصل دي کوم چي مسلمان ته حاصل وي. اسلام ئې د ښیرازۍ او خپل عدالت له مخي په منځ کي قضا او فیصله کوي آن تر دي چي مستامن په مستامن قصاصوي.


۱۱. اسلام خپلو پلویانو ته تشویق کوونکی هدف ورکوي: د هیوادونو مشران، کمپنیاني، تعلیمي مرکزونه، سیاسي ګوندونه او مذاهب ټول خپلو پلویانو او کار کوونکو ته لوی لوی اهداف ټاکي تر څو هغوی تشویق کړي، نور ئې هم ودې ته وهڅوي چي خپلي مټي ستړي او بریاوي د ځان کړي.


اسلام هم خپلو پلویانو ته یو هدف ایښی، هغه دا چي پر دې مځکه باندي د جنت په شان امن، خوشحالي او نیکمرغي حاکمه کړي. که چيري یوځل د اسلام تعلیمات  د نړۍ تر هر کور او کلي ورسیږي نو به د سولي دور شروع سي او ظلم، تیارې او وحشت به نور خپل ټغر ټول کړي . د اسلام یو تعلیم دا دی چي: دا بهتره ده چي لادینه او کافران دي بغیر له زور او توري څخه مسلمانان سي، که چيري ئې اسلام ونه منی نو بیا دي لږ تر لږه دومره وسي چي غیرمسلمان د الله ﷻ د قانون په رڼا کښي و اوسیږي یعني که چيري مسلمانان نه سول، نو هغوی دي د ذمیانو په څیر ژوند وکړي. او د الله ﷻ  قانون دي ورباندي پلی سي.

 

۱۲. واک او حکومت جوړول: اسلام و خپلو پلویانو ته هدایت کوي تر څو داسي یو حکومت او واک جوړکړي چي د اسلام حمایت او ملاتړ وکړي او داسي نبي ﷺ یي و خپلو بندګانو ته رالیږلی وو چي په ښه سیاسي تدبیر او کړنو اګاه وو او خپل امت ته یې دا وښودل چي سیاست څنګه مخته وړل کیږي. ‌‌ډیري غزاګاني یې وکړې او بری یې تر لاسه کړ. د سیاست داسي تعریف یې وکړ چي درست او مکمل دی. اسلام د خپلو پلویانو لپاره یو مدون قانون ایښی دی، چي شریعت نومیږي او هر کس یي پر دې امر کړیدی تر څو عملي یې کړي.


د راشدینو خلیفه ګانو، عمر بن عبدالعزیز او د عثماني خلافت دورې، نه موږ هیرولای سو او نه ئې د نړۍ تاریخ هیرولای سي.


۱۳. ټول مسلمانان یو طرفته لمونځ کوي: الله ﷻ پر مسلمانانو باندي پنځه وخته لمونځ فرض کړیدی. کله چي مسلمانان د واحد او لایزال رب په وړاندي دریږي نو مخ د قبلې ( کعبې شریفي ) طرفته کوي. په یوه الله اکبر نیت تړي ، رکوع ته ځي په ډیره عاجزۍ خپل تندی پر ځمکه ږدي او په السلام علیکم ورحمة الله باندي لمونځ پای ته رسوي. د عسکرو غوندي ټول حرکات ئې یو شان وي. پاکي جامي ئې اغوستي وي اودس ئې کړی وي، په سپیڅلي ډول د سپیڅلي خالق په وړاندي دریږي. چي د اسلام یو لوی ارزښتناک عبادت دی.


د نړۍ غیرمسلمانان ټول ودې ته حیران دي چي دا څنګه وحدت او اتفاق دی، چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کي هر مسلمان و یوې خوني ( کعبې ) ته مخ کوي؟ او د جواب موندلو لپاره ډیر غیرمسلمانان اوس د اسلام په مبارک دین مشرفه کیږي.


۱۴. لمونځ او قرآن په عربي دی: د نړۍ په هر ګوټ کي مسلمانان لمونځ په عربي کوي او تر زیاته حده قرآن په عربي تلاوت کیږي. چي د مسلمانانو د اتفاق او اتحاد یوه نقطه کیدلای سي. په هره سیمه کي عالم، ملا او مولوي شتون لري چي په عربي ښه پوهیږي. 


ژبه هغه وسیله ده چي یو قوم په راټولیږي او نه پریږدي چي ناسم پوهاوی دي رامنځته سي، چي دا و اسلام ته د کار کولو، دعوت او خپریدو یو اساسي ټکی دی.


۱۵. په جماعت سره لمونځ کول د مسلمانانو تر منځ مینه زیاتوي: مسلمانان  هڅول سوي او تشویق کړل سوي دي، ترڅو لمونځ په جماعت سره اداکړي، په یوه محل کي هره ورځ مسلمانان پنځه وخته جماعت کوي، په کلي کي یو ځل د جمعي لمونځ، د ښار خلک بیا په کال کي دوه ځله د اختر لمونځ ګډ ادا کوي او په ژوند کي یو ځل د نړۍ ټول مسلمانان په حج کي یو د بل له حاله خبریږي، چي پدې سره د مسلمانانو اړیکي لا قوي کیږي او په زړونو کي يې یو د بل لپاره مینه زیاتیږي، هغه خلک چي نوي مسلمانان سوي یو لامل يې د مسلمانانو د جماعتونو لیدنه ده.


۱۶. د کورني نظام جوړښت د اسلام برخه ده: په کفري ټولنه کي د کورني نظام شتون بیخي نه تر سترګو کیږي؛ کله چي ماشوم وي ټوله ورځ په وړکتون کي له مور او پلار څخه لیري د بیګانګانو پر لاس زده کړه کوي، کله چي کور ته راستون سي نو په بېله خونه کي یوازي له ځان سره لګیا وي ځکه مور او پلار يې په کارونو پسي ورک وي، حتی ځیني خو داسي وي چي پلار یې یو وخت کار کوي او مور یې بل وخت نو ځکه د کور ټول غړي یو ځای نه سره کښیني او کله کله خو بیا داسي وي چي یا خپله اصلي مور نه پیژني او یا پلار.


کله چي ماشوم د نوي ځوانۍ پر پسرلي ور برابر سي بیا وایي مور څوک ده؟ او پلار څوک دی؟ یوازي له پیسو، قمار، شرابو، فحش او عبثیاتو سره مینه لري، د ټولنیز نظام او کورنۍ په هکله فکر نه کوي، دین نه لري، له کلتوره ناخبره وي او د کورنۍ فکر نه وي ورسره. کله چي ئې و بوډاتوب ته لا سر نه وي ورښکاره کړی بیا له وظیفي تقاعد سي او اولادونه ئې د بوډاګانو په کور (Elderly home)  کي داخل کړي. بیا نو اولادونه خبر نه وي، هغوی یو ځای ښخ کړی یا سوځلی وي.


د اسلام په مبارک دین کي الحمدلله یو درست او مکمل کورنۍ نظام شتون لري؛ نارینه د ښځو د حقوقو ساتنه کوي او ښځي بیا د نارینه وو د حقوقو ساتنه کوي، ماشومان او کشران له بوډاګانو څخه دعاوي غواړي، ټول ژوند د هغوی په مشورو تیروي، د سهار ګټلې ماښام په ورین تندي د هغوی په وړاندي ږدي او تل پدې کوښښ وي چي د مشرانو او بوډاګانو پوره خیال وساتل سي. له بله اړخه مشران د کشرانو پر سرونو د شفقت لاس تیروي، له خپل لایزال رب ﷻ څخه د هغوی لپاره د هوسا، عزتمن او سوکاله اوږده عمر غوښتنه کوي، هیڅکله دا نه خوښوي چي په کومه بده او ناوړه ستونزه کي دي وغورځیږي، که چيري داسي و هم سول نو بیا ورسره په خپل ځان او مال همکار وي.


چي دغه ته موږ د زړه اړیکي او د الله ﷻ د قانون پلي کول هم وایو.


۱۷. اسلام ښځو ته عزت ورکوي: هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست د هیڅ ښایست او ښکلا سره ورته نه دی. د الله رب العزت په دې ښایسته خلقت کښي ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کښي د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه ده. د اسلام تر ظهور وړاندي په عربو کي ژوندۍ ښخي سوې، تر هغه وړاندي بیا د پخواني چين په ټولنیز قانون کي ذکر سوي وه چي ښځه د نړۍ پر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود دی، رومیانو د نا اهله لقب ورکړی ؤ او تر دې لا سپکه او حقیره ګڼل کیده. په پنځمه پیړۍ کي عیسویانو پر دې خبره بحث کاوه چي ایا ښځه د نارینه په څیر روح لرونکی جسم دی او که نه؟


خو په اوومه میلادي پیړۍ کي د اسلام په ظهور سره ښځي ته عزت، برم او احترام ورکول سو، ښځه یې د نارینه اړتیا و بلل، هغه یې د ټولني په پرمختګ کي د نارینه سره شریکه کړه. سړو ته یې دا وښودل چي ښځي ستاسي لوی حمایت دی او ستاسي د کږیدو پر مهال ستاسي لپاره امسا  ده. په قران کریم کي فرمایي:


هُنَّ لِبَاسٌ لَكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ ؕ  سورة البقره (۱۸۷)
يعني: هغوی ستاسي جامه (پوښاک) ده او تاسي د هغوی جامه (پوښاک) یاست.


ښځه د ماشوم لپاره فرشته او د خاوند لپاره لباس ده، ښځه د مهربانۍ سمبول، د عزت خاونده او د زانګو ستره استاذه ده؛ کوم چي نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم او یو لوی انسان زنګوي.


ښځه ...
کله چي لور وي، والدینو ته د جنت دروازه خلاصوي.
کله چي مېرمن سي نو د خاوند ایمان تکمیلوي.
او کله چي مور سي نو تر پښو لاندي یې جنت پیدا کیږي.


دا او دې ته ورته نور امتیازات ټول اسلام و ښځي ته ۱۴۰۰ کاله مخکي ورکړل!


۱۸. د ځمکو بیرته په لاس راوړل: اسلام همیشه کوښښ کړی، چي هغه ځمکي بیرته په لاس راوړي کوم چي مخکي د اسلام په لاس کي وې، خو اوس یې د لاس څخه وتلي، ښه مثال يې موږ د یهودو اوسنی غصب ځمکه او هسپانیه (پخوانی اندلس)  یادولای سو. او دا هغه خاوري دي چي پیړیو، پیړیو ورباندي اسلام حکومت کړیدی، مشهورو او لوی علماوو او فیلسوفانو سرونه ځني راپورته کړي، خو نن يې زیاتره نفوس د کفر په تاریکیو کي ژوند کوي، او نن هلته مېشتو یو څو مسلمانانو ته د ژوند کولو عادي حق لا هم نه ورکول کیږي او د ټولو انساني حقوقو څخه محروم کړل سوي دي.


۱۹. د شهادت په مقابل کي جنت: د دنیا اصلي هدف د الله ﷻ رضا او د جنت لاس ته راوړل دي. د جنت مستحق هغه څوک دی چي د الله ﷻ پر حقه لاره روان وي  او د رسول ﷺ د ژوند طریقه ئې خپله کړې وي. انسان همیشه د شیطان لخوا په ګناه کي لویږي او نه پریږدي چي په دنیوي امتحان کي کامیابه سي. او شیطان همیشه دا کوښښ کوي چي مسلمان د جهنم کندي ته ورټېل وهي.


خو قرآن او سنت مسلمان ودې ته تشویق کوي تر څو د الله ﷻ د دین دفاع او په خپرولو کي زیاته هڅه وکړي، که چيري ئې نیت پاک وي او په شهادت ورسیږي نو الله ﷻ د جنت د ورکولو وعده ورسره کړېده.دا ددې دلیل دی چي مسلمانان کوښښ کوي د دین په خپراوي او دفاع کي د خپل سر ورکړي ته هم حاضر سي. ښه مثال ئې موږ صحابه رضی الله تعالی عنهم یادولای سو، کله چي به صحابه کرام له غزا څخه ژوندي راوګرځیدل نو ‌ډیر افسوس به ئې کوی، چي ولي موږ د شهادت جام نوش نه کړ ؟ 

 

۲۰. د اسلام د پریښودلو اجازه نه درلودل: اسلام مکمل، حق، تلپاتی او د الله ﷻ لخوا رالیږل سوی دین دی. د ټولني او افرادو خوښي، هوسایي، مادیات، معنویات او هرڅه ئې په نظر کي نیولي دي. که چیري یو ځل څوک د اسلام خوند وګوري نو بیا به ورڅخه هیڅکله لیري نسي او نه به د خپل لیري کیدو لپاره دلیل ومومي.


هغه کس چي اسلام پریږدي (مرتد) بلل کیږي. په اسلام کي د مرتد سزا وژل دي، چي احکام ئې د فقهي په کتابونو کي موندلای سو. او په اخرت کي د مرتد لپاره تلپاتی او ابدي جهنم دی.


الله تعالی دي توفیق راکړي چي اسلام په صحیح معنی زده کړو، په ژوند کي يې عملي کړو او تر درستي نړۍ دا د حق او سلامتیا پیغام ورسوو.

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ګټوري علمي مقالې:

اسلام او ساينس
د نبوت دلايل
اسلام او سياست
نيکمرغه مېرمن

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته