که کوچنى ښځينه پالونکي و نه لري يعني په ښځينه خپلوانو کي داسي څوک و نه لري چي د حضانت استحقاق ولري لکه مور ، انا ګاني ، خوېندي ، خاله ګاني او عمه ګاني ، بيا يې عصبه يعني د پلار لخوا نَسَبِي نارينه خپلوان د ميراث پر ترتيب يو په بل پسې د حضانت حق لري .
په عصبه وو يعني په نارينه پالونکو کي يې د ميراث په ترتيب لومړى پلار د حضانت حق لري .
د پلار وروسته نيکه يعني د پلار پلار د حضانت حق لري ، د نيکه وروسته سکنى ورور ، تر هغه وروسته ناسکه ورور او بيا ورېرونه بيا اکاګان او بيا د اکا زامن د حضانت حق لري .
که څو کسان د حضانت په حق کي يو ځاى سي ، د بېلګي په ډول د حضانت حق يې خور ته ورسيږي او څو خوندي ولري ، نو په دوى کي چي تر ټولو متقي او پرهېزګاره وي هغې ته ماشوم سپارل کيږي که په تقوا کي برابري وې نو بيا يې مشره د حضانت د پاره غوره ګڼل کيږي .
د يادوني وړ ده چي په خپلوانو کي فاسق او باوله د حضانت حق نلري ، دغه ډول د اکا زوى د داسي نجلۍ د حضانت حق نه لري چي هغې ته د نارينه وو جنسي ليوالتيا پيدا کيږي .
که ماشوم عصبه هم نه درلودل يعني د پلار لخوا نَسَبِي نارينه خپلوان يې هم نه درلودل ، بيا يې د حضانت حق د ذوي الارحام يعني د مور لخوا د نَسَبِي نارينه خپلوانو دى ، په مورني نارينه خپلوانو کي اول ماما بيا د ماما زوى بيا د مور اکا بيا د مور ماما د حضانت وړ او مستحق ګڼل کيږي .
ماخذ: فقه المبتدي، دوهم ټوک- نکاح
مؤلف: مولوي محمد عمر خطابي