تازه سرليکونه
د (چاڼ سوي مضامين) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
دعلم په اړه یو څو خبرې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  January 10, 2022
  0

تعلیم الاسلام ویب پاڼه


١. بې علمه عالم د بې عسله مچمچی په شان دئ.


۲. بیله ادبه علم خطرناکه او هلاکونکی دئ.


۳. علم سړي ته د عقل لارښونه کوي، نو هر څوک چي عالم وي عاقل دئ.


۴. علم يوه لويه او نه خلاصېدونکې خزانه ده، او عقل یوه داسي نوې جامه ده چي نه زړیږي.


۵. علم سړی خلاصوي، خو جهل سړی هلاکوي.


۶. علم پای نه لري .


۷. مال په ښندلو لږیږي خو علم په ښندلو ډېریږي.


۸. علم او حکمت د مسلمان ورکه ده ، نو ای مسلمانه ! چي هر ځای يي پیداکړې را وایې خله.


۹. صحیح خبره چي دهر چا څخه واورئ وایي خلئ!او ویونکي ته يي مه ګورئ! چي څوک دئ.


۱۰. څوک چي لږ وخت د علم زده کولو تکلیف ته نه ورکوي، نو ټول عمر به د جهل په تکلیف اخته وي.


۱۱. خښم او شهوت حيواني كمال، علم او حکمت انسانی کمال دئ.


۱۲. تر ټولو ښه سړی هغه دئ، چي خبري یې ستا علم در زیات کړي.


۱۳. ښه علمونه هغه دي، چي ګټوروي.


۱۴. دچاڅخه چي علم زده کوې، هغه محترم وبوله او احترام يي وکړه!.


ماخذ : سپڅلې خبرې 


www.taleemulislam.net
  

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته