ليکنه: مولوي سیدعبدالباري "حنفي"
اسلام هغه قو ل یا فعل نه خوښوي، چي داسلامي ټولني اخوت ، اتحاداو معاشرې ته زیان رسوي . د ټولني په إفسادکښي د ځیني اقوالو او افعالو رول تر نورو ز یات وي؛ نه یوازي دا چي ټولنه فاسدوي بلکي له مینځه یې وړي او ریبي یې لکه په حدیث شریف کښي چي اشاره ورته سوي ده او داهغه مرض دی، چي زموږ په ټولنه کښي عملاً زیات لیدل کيږي حتیْ خلګ یې اوس بېخي بد هم نه بولي او د ټولنیز ژوندیوه اړتیا یې بولي.
متاسفانه زموږ ځیني ادیبان وروڼه خو یې بیخي د خلګوپه اذهانو کښي د عقیدوي شعار په توګه معرفي کوي او لومړیتوب ورکوي. تر لمر سپینه خبره داده، چي موږ لو مړی مسلمانان یو او اسلام په یو خاص قوم، نسب، ژبي، رنګ، نسل، زمانې او علاقې پوري خاص نه دی، بلکي ټول انسانیت ته د لمر په شان یو ډول رڼا ورکوي هغه که خان وي که مسکین، که عرب وي که عجم، که توروي که سپین، که شاه وي که ګدا، که پښتون وي، که غیر پښتون له تقوا پرته په بل هیڅ شي سره یو پربل غوراوی نه لري.
الله جل جلاله قومونه اوقبیلې ددې لپاره پیداکړي دي، چي دوی یو تر بله سره وپیژني تر څو صله رحمي وکړي او دې ته ورته په نو رو معاملاتو کښي انسانان ترې ګټه واخلي او بس؛ خو له بده مرغه زموږ په ټولنه کښي قومیت اوتربګنۍ داسي ریښې کړي دي، چي په همدغه نامه خلګ دحق او باطل فرق ته پام هم نه کوي بلکي تربګني او قوم یې د حق او ناحق لپاره یو معیار ټاکلی وي؛ یعني په خپل قوم باندي اګرکه په ناحقه هم وي سر ورکولو ته تیاروي د همدغه قوم په خاطرغیر اسلامي کړنو ته تیار وي.
اسلام ته يې دوهمه درجه ټاکلې وي پداسي حال کښي، چي نبي عليه السلام خپل نژدې قریبان لکه ابو لهب او داسي نور، چي د الله جل جلاله له لاري څخه لیري و پرېښوول. او لیري کسان لکه سلمان فارسي رضي الله عنه، بلال حبشي رضي الله عنه او داسي نور یې د اسلام په سبب ځان ته نژدې کړل. زما د معلوماتو له مخي پښتني ټولني ته د قومیت او قبیلوي نفاق منحوسه دروازه د انګریزانو د لومړي راتګ په تمهید کښي د هغو په ملاتړ خلاصه سوه، چي په هماغه مهال د سدوزيو او بارکزيو ځیني قومي مشران هم ووژل سول.
دادی تر ننه پوري موږ د انتشار، عدم اتحاد او نفاق له کبله یو خپلواک قوم نه یو بلکي د قومیت په نفاقي تو ره وهل سوي زخمي او ټوټه ټو ټه قوم یو. قومیت په اسلام کښي پرته له تعارف څخه بل هیڅ ځای نه لري او دا دجاهلیت د وخت یوه منحوسه نعره بلل سوې ده او پایلي یې تل په وینو تو یولو، تربګني، حسد، بغض، غیبت، جهالت او تفرقې باندي تمامیږي او بس .
---------------------------------------
مأخذ: تعليم الاسلام مجله ۱۴ ګڼه