رالېږونکی: خالد عمر
له هغي ورځي وروسته چي په غربي هېوادو كي مخكني ظالمانه فيوډالي نظام اوسني پانگوال نظام ته په اوشتو شو، د توليد وسائل له مخكني زوړ حالت نوي حالت ته ارتقاء وكړه، د غويو زړه يوې يې په ټراكټور بدله شوه، د بزگر او كارگر ځاى ماشين ونيولو، زمكه، شتمني او د توليد وسائل د لازيات محدودو شتمنو لاس ته ورغلل، د ټولني اكثريت له زمكي او د توليد له نورو وسائلو محروم او دې ته اړ شول چي د خپلو ورځنيو اړتياوو د تأمين لپاره د ځمكه والو په ځمکي او د شتمنو په فابريكې كي د كارگر او بزگر په توگه كار وكړي، د دوى او د دوى د كار اقتصادي ارزښت ورو ورو لږ شي، خبره دې ځاى ته ورسېږي چي د ټولني تر نوي سلني (٪۹۰) زيات وگړي له توليدي وسائلو او اقتصادي استقلال محروم شي، ژوند ئې د بل په ځمكي، فابريكې، شركت او دفتر پوري وتړل شي، څه چي د خپلو خولو او تڼاكو په بدل كي ترلاسه كوي لږ برخه ئې ده ته په لاس ورشي او ډېره ئې د شتمن په جيب كي ولوېږي.
د پانگوال نظام دغه حالت او بهير ښځي دې ته اړي كړې چي داسي شاقه كارونو ته غاړه كښېږدي چي د دوى له فطري جوړښت سره مطابقت نه لري، په كانونو، د درنو وسائلو توليد فابرېكو او كه ښايسته وي نو د پردي په دفتر كي د سكرتر په توگه كار وكړي، خپل ماشوم او روزنه ئې وړوكتون ته محول كړي، او
كار ئې هغه ځاى ته ورسېږي چي د اولاد له زېږولو او روزلو لاس واخلي، حتى د خپل عرض او ناموس په پلورلو لاس پوري كړي، دا په داسي حال كي چي په ټول عالم كي تر هر څه ستر كار د ماشوم پيدايښت او د هغه روزنه ده، په ټول كائنات كي داسي كار نشته چي د ماشوم له پيدايښت او روزني سره برابري وكړى شي، د ماشوم روزنه يوازي دا نه ده چي تى وركړى شي، ومينځل شي او جامې ئې وربدلي شي، دا كارونه په وړوكتون كي هم كېدى شي، خو هغه څه چي ماشوم ئې له خپلي مور او د هغې په غېږ كي او د هغې له ميني، عاطفې او پېرزويني ډك چلن زده كوي له بلي لاري او له بل چا ئې نشي زده كولى، په حقيقت كي د ماشوم د شخصيت بنسټ د مور په غېږ كي اېښودل كېږي.
دا مور ده چي د ماشوم د راتلونكي شخصيت څرنگوالى ټاكي، د تاريخ لوړ او اتل شخصيتونه د اتلو ميندو په غېږ كي روزل شوي، د تاريخ ستر ستر جنايتكاران يا هغه وو چي بدي ميندي ئې په برخه شوې يا د مهرباني مور له غېږ محروم شوي، عجيبه ده چي غربيان مور له دې ستري دندي محروموي او د كار لپاره ئې كانونو ته لېږي، او دې ته د ميندو د حقوقو نوم وركوي!!!
رسول اکرم صلى الله عليه وسلم فرمايي: هغه كس به په جنت كي د ده خوا ته وي، (دومره ورنږدې لكه د لاس دوه منځنۍ گوتي)، چي يو يتيم ماشوم وپالي، اسلام د يوه انسان هدايت ته دومره ارزښت وركوي چي وايي: د چا په لاس چي يو انسان هدايت شي دا تر ټولو هغو شيانو ورته غوره دئ چي د لمر وړانگي پرې لگېږي، حتى كه دا ټوله ځمکه د سرو زرو وي، د ده په واك كي وي او د الله تعالى په لار كي ئې وقف كړي تر دې د يوه انسان لارښوونه او هدايت ده ته زيات ثواب ور په برخه كوي، له دې لارښوونو معلومېږي چي اسلام د يوه ماشوم روزني او د يوه انسان هدايت ته څومره ارزښت وركړى.
په غرب كي تر انسان ثروت او دولت ته ارزښت وركړى شوى، انسان او كرامت ئې د شتمنو د گټو قرباني شوى، نن د غربي هېوادو نوي سلنه (٪۹۰) شتمني د لس سلني (٪۱۰) شتمنو په واك كي دي، د امريكا ټولي خبري او تصويري رسنۍ د شپږو لويو شركتونو په لاس كي دي، څوك چي په غرب كي د سياسي او اقتصادي آزادۍ او عدالت خبره كوي يا ډېر ناپوه دئ او د آزادۍ او عدالت په حقيقي معنى نه پوهېږي او د غربي ټولني له اجتماعي، اقتصادي او سياسي جوړښت او تاريخ خبر نه دي، او يا سرسپارلي اجير مبلغين دي چي د استخباراتي شبكو له لوري گمارل شوي.
دوى دې ته آزادي وايي چي ښځه د نارينه په ملعبې (د بازیو په آله) بدله شوې، يوه نانځكه ترې جوړه شوې، د څو ډالرو په بدل كي دې ته چمتو كېږي چي خپل عرض وپلوري، د بل د خوشحالولو لپاره نڅا وكړي، سندري ووايي، د تجارتي موخو لپاره د دې له ښايست كار واخيستل شي، د خلكو جلبولو لپاره سينگار وكړي، حتى بربنډي شي!!!
د دې په مقابل كي اسلام ښځو ته هغه مقام او منزلت وركړى چي د نړۍ په هيڅ دين او نظام كي ئې بېلگه نشو موندلى، د ژوند په ټولو برخو كي ئې د نارينه په پرتله ښځو ته امتيازات وركړي، له اقتصادي پلوه ئې ښځو ته دا امتياز وركړى چي د پلار په كورنۍ كي پلار او د مېړه په كورنۍ كي مېړه د ښځي داقتصادي اړتياوو متكفل دی، او دا په داسي حال كي چي هغه اقتصادي استقلال لري، د عوائدو ټول هغه مدارك ورته منل شوي چي نارينه ته منل شوي، له پلار، مېړه او نورو خپلوانو ميراث ترلاسه كوي او له مېړه مهر، كولى شي خپله شتمني په خپله خوښه په كار واچوي. دې ته نه اړ كېږي چي د اولاد له روزني لاس واخلي او ماشوم وړوكتون ته وسپاري.
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أشهد أن لاَ إِلٰهَ إِلاَّ أَنْتَأَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ