تازه سرليکونه
د (غربي نړۍ) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
په غرب کي د ښځو د مالي حقوقو تاریخ
  غرب
  January 18, 2022
  0

 راټولونه: نوید احمد/تعلیم الاسلام ویب پاڼه

په انګلستان کي د ۱۸۷۰ میلادي کال څخه مخکي یعني ۱۴۵ کاله مخکي هیڅ ښځي نه سوای کولای چي د خپل مال، ملکیت او میراث حق ولري! که یوې ښځي مال او ملکیت په مزدوري، پانګوني، تحفې یا میراث سره حاصل کړی وای نو دا ټول مال او ملکیت یې په اتومات ډول د خاوند حق ګرځېدی او دې نور هیڅ حق نه پکښي درلودی!

 
په ۱۸۷۰ میلادي کال کي تر ډیرو سیاسي بحثونو او مناظرو وروسته ښځي ته دا اجازت ورکول سو چي د خپل ګټلي شخصي پیسو واک ولري او په میراث کي برخه پیدا کړي.
 
په همدغه کلونو کي ښځي حق نه درلود چي محکمې ته عاریضه وکړي او د خپل حق غوښتنه وکړي.
 
د امریکا په ایالتونو کي هم ښځي د هیڅ ملکیت حق نه درلودی بالاخره په ۱۸۳۹ میلادي کال کي د امریکا په مختلفو ایالتونو کي په دې اړه بحثونه شروع سوه چي په تدریج سره یې ښځو ته د خپل ملکیت او میراث لرلو اجازت ورکړی...(Married Women's Property Act 1839-70)
 
خو د اسلام حقاني دین ۱۴۰۰ کاله مخکي یعني د اسلام د راتګ سره سم ښځو ته هم د خپل شخصي مال، ملکیت، مهر او داسي نور مالي حقوق ورکړي او هم یې په د میراث په مختلفو ځایونو کي برخه ورکړې ده.
 
مثال یوه ښځه چي لور وي هم حق لري، که خور وي هم حق لري، که مېرمن یا انا وي هم په میراث کي خپله برخه لري. یعني یو ښځه کولایسي څو ځایه میراث تر لاسه کړي. دا او دې ورته نور زیات شمېر حقوق اسلام ۱۴۰۰ کاله مخکي ښځي ته ورکړي دي.
 
 په دې اړه به ان شاءالله یوه تفصیلي مقاله وروسته نشر سي.
 
نېکمرغه مېرمن

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته