راټولونکی: نوید احمد
طلاق په کفري ملکو کي نسبت اسلامي ملکو ته زیات واقع کیږي:
په امریکا کي ۷۳٪ فیصده ودونه په طلاق ختمیږي او په هرو شپږو ثانیو کي یو طلاق واقع کیږي.
فرانسه: د فرانسې په پاریس ښار کي نسبت ونورو ښارو ته یې زیات طلاق واقع کیږي.
لاندي ملکونه تر ټولو زیات د طلاق واقعات لري:
- روسیه
- بلاروس
- اکراین
- مالدوف
- امریکا
- کیوبا
- هسپانیه
- پرتوګال
- لوګزامبورګ
- چکسلواکیا
- هنګری
- بلجیم
- او ځیني نور اروپايي هیوادونه...
د طلاق ځیني عوامل:
۱: بې دیني یعني د اسلام احکام او اصول نه مراعتول (بې دینه طبقه طلاق ته ژر مخه کوي)
۲: د حقوقو نه پېژندنه او نه مراعتول (ظلم او تیری کول)
۳: د نکاح ترمخه یو د بل سره نژدې اړیکي
۴: د خاوند او مېرمني د عقایدو او نظریاتو ترمنځ فرق او ټکر (جنګ او جنجال)
۵: د دیني علم نشت والی (بې علمه طبقه ژر طلاق ته مخه کوي).
۶: د چا مور او پلار چي د طلاق سره مخ سوي وي پر اولاد هم اثر لري.
۷: د ښایست نشتوالی (بدرنګه ښځه یا خاوند کیدایسي ددې ښکار سي)
۸: بې ستري کول، ناروا اړیکي ساتل (حتی په قتل او دښمني هم تمامیږي)
او داسي نور
په کفري نړۍ کي د طلاق عوامل په لاندي ډول دي:
Adultery; Extramarital sex; Infidelity – 27%
Domestic violence – 17%
Midlife crisis – 13%
Addictions, e.g. alcoholism and gambling – 6%
Workaholism – 6%
یعني:
- زنا
- کورنی تاوتریخوالی
- د متوسط عمر بحراني حالات
- نشيي اعتیاد: شراب او قمار
- د کار، کسب یا دندي اعتیاد (پخپل شغل تر حد زیات مصروف کېدل)
دا چي په کفري نړۍ کي بې پرې ازادي ده، د ژوند تېرولو خاص اصول نسته نه د خاوند او ښځي ترمنځ کورني اداب او حقوق سته نو ځکه د طلاق واقعات زښت زیات دي. ددې اثر پر اولادونو هم کیږي. تر دې اندازې چي په کفري نړۍ کي د طلاق د مخنیوي په وجه مستقلي ادارې ایجاد سوي دي څو د طلاقونو مخه ونیسي. په عوامو کي دا خبره متل ګرځېدلی دی چي کله د یو چا د واده بلنه ورته راسي نو دوی سوال وکړي چي: طلاق یې څه وخت دی؟!
د اسلام د برکته په اسلامي ملکونو کي د طلاق واقعات ډېر کم دي. د مسلمانانو کورنی نظام هم په دې برخه کي زیات رول لري. کومه کورنۍ چي د اسلامي اصولو مطابق ژوند تیروي، خاوند د مېرمني او مېرمن د خاوند حقوق مراعتوي نو ژوند یې زښت زیات خوشحاله او تر مرګه پایښت مومي.