عن نوفل بن معوية رضي الله عنه ان النبي صلی الله عليه وسلم قال من فاتته صلوة فکانما وتر اهله وماله ٦۳.
ژباړه : د نوفل بن معوية رضي الله عنه څخه روايت دئ چي نبي صلی الله عليه وسلم فرمايلي دي: چا که لمونځ قضا کړ ګويا مال او کور يې برباد سوه.
فايده: زيات وخت داسي وي چي لمونځ د اولاد سره د بوختيا او يا د مال ګتلو په وجه قضا سي، نبي عليه السلام وښودل چي لمونځ قضا کول داسي دي لکه سړى چي د مال او اولاد دواړو څخه بېل سي يوازي پاته سي يعني څومره تاوان چي په دې سره دئ په هغه اندازه په لمانځه پرېښودو کي هم دئ څومره غم او درد چي په مال او اولاد د بربادى راځي بايد په هغه اندازه د لمانځه په قضا کي هم راسي. که يو باوري سړى ووايي چي پر دغه لاره غله دي که څوک پرې ورسي وژني يې او مال ځني اخلي نو کوم څوک دلاوره به وي چي د شپې دي پر دغه لاره ورسي د شپې لا څه کوې د ورځي هم نه سي پر ورتلاى او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په يوه نه، دوو نه بلکي په څو حديثو کي راغلي دي چي لمونځ هم داسي مثال لري (او موږ په دلاوري سره پر ورځو يعني لمونځ قضا کوو) موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم رښتينوالى پخپلو درواغجنو ژبو سره کوو او حال دا چي د ده مبارک د وينا په موږ کي کوم اثر دئ؟ هر څوک پوهېږي.
ماخذ: فضايل اعمال- کندهارۍ پښتو
٦۳ رواه ابن حبان في صحيحه کذا في الترغيب زاد السيوطي في الدر والنسائي ايضاً قلت ورواه احمد في مسنده.