د حوصلې التهابي ناروغۍ PID Pelvic Inflammatory Disease
راليږونکي : قابله بي بي اسيه سحر ، کندهار
تشريح
دحوصلې التهابي ناروغۍ (PID ) د ميرمنو د پورتني تناسلي دستګاه د انتاناتو لپاره يوه عامه اصطلاح ده ( يعنې د رحم پوښښ ، تغيرى ټپونه ، تخمدان او يا د حوصلې له درد، درد لرونکو مياشتنيو دورو او د جنسي اړيکې پر مهال درد) وي.
PID کيداى سي د جنسي اړيکو له لارې منتقل سي ، چې د ښکتنيو تناسلي لارو د مايکرو ارګانيزمونو او يا د جنسي اړيکو له لارې ليږديدونکي انتان يا (STIs ) پوري اړوند اورګانيزمونو ( لکه غير هوازي باکتريا ګانې ، سوزاک ، کلاميډيا) او يا له ولادت يا جنين له سقط څخه وروسته رامنځته سوي انتان له امله منځ ته راځي. PID کيداى سي د اختلاطي پريتونيت ، ابسې، سپتيسمي ، د حوصلې د مزمنو دردونو ، له رحم څخه بهر د اميندواره کيدو د خطر د زياتوالي يا شنډ توب لامل سي .
تشخيص
د حوصلې په التهابي ناروغيو زياتره اخته ميرمنې يا دا چي هيڅ ډول اعراض يا علايم نلري او يا درملنه نه کوي .ځينې ناروغان کيداى سي لاندي نښې وښيي:
• د نس په لاندنۍ برخه او د حوصلې په برخو کې درد يا حساسيت چې کيداى سي له تبې ، تودوالي يا کانګو سره مل وي .
• د مهبل يا د رحم له غاړې څخه له غير نورمال بوي او رنګ سره افرازات.
• د مياشتني عادت کرامپونه.
• د مياشتني عادت نامنظمه وينه راتلنه.
• ستونزمن ادرار کول يا درد لرونکي ادرار.
• د جنسي اړيکي پر مهال درد (Dyspareunia ).
که لاندنۍ علايم د پورته اعراضو د يوه يا زياتو سره مل وي د انتان احتمال شتون لري.
• د رحم د غاړې خوزيدونکى درد.
• د ادنيکس حساسيت.
• د ادينکس يا حوصلې کتلې (د ټيوبونو او تخمدانيو ابسي).
PID بايد په لاندي ناروغانو کې رد سي:
• له رحم څخه بهر څيري سوى حمل (٩.٦ برخه له رحم څخه بهر حمل دي مطالعه سي).
• د کولمو التهاب يا ابسه .
• پريتونيت.
• اپنديسيت.
• د تخمدان د سيست تورژن (تاويدل) يا څيريدل ( ٢. ١٦ برخه د نس حاد درد دې مطالعه سي).
درملنه
د درملو پرته درملنه
• ناروغ دې د اميندواري له پلوه معاينه سي .د مياشتني عادت تاريخچه اخيستل ، په ادرار کې د اميندواري د ټسټ تر سره کول.
• ټولې اميندواري ناروغانې چه د حوصلې درد لري بايد د ميندواري د اختلاطاتو او يا د اميدوارى په دوران کي PID د ارزونې لپاره دي وليږدول سي.
ناروغانې له ولادت وروسته کيداى سي د مل يا پلاسنتا احتباس او يا د ولادت نور اختلاطات ولري.
• که چيري لوپ يا IUD يا د رحم په داخل کې اله ولري ، هغه لرې کړئ.
• ديهايدريشن برابول او د بدن د اوبو د له لاسه ورکولو او د ديهايدريشن مخنيوى.
• د جنسي اړيکو له لاري ليږديدونکي انتان يا (STIs ) د شواهدو ارزول ( لکه کانديديا زيس، مهبلي التهاب ، يا تناسلي ټپونه او يا زخي).
د درملو په وسيله درملنه
خفيف حالتونه د خولې له لارې د انتي بيوتيکونو په وسيله تر درملنې لاندې ونيسئ. شديد موارد يې د IV يا د وريد داخل د لارې تر درملنې لاندې ونيسئ او ناروغ روغتون ته وليږدوئ.
• انتي بيوتيک تجويز کړئ.
• Doxycycline ( ١٠٠ ميلى ګرامه کپسول) د معياري دوز مطابق.
پاملرنه :- Doxycycline دې اميد واره او شيدو ورکوونکو ميرمنو ته تجويز نسي.
له
_ Metronidazole ٥٠٠ - ٤٠٠ ميلى ګرامه هر اته ساعته وروسته لس ورځې.
• د اړتيا په صورت کې د تبې او درد ضد درمل:
_ Paracetamol د معياري دوز مطابق.
ليږدول
• ټولې اميندواري ( مشکوکې) ،له ولادت وروسته ، يا له سقط وروسته ناروغې .
• هغه ميرمنې چې شديده ناروغي لري يا هغوى چې د خولې له لارې د درملو اخيستل نسي زغملاى.
• هغه ناروغانې چې د مهبل له لارې غير طبيعي وينې راتلی لري.
• هغه ناروغان چې لوړه تبه ( له ٣٩ درجې سانتي ګراد څخه لوړه ) يا سپتيسميا لري.
• د حوصلې په ابسې يا پريتونيت شکمنيدل – د جراحي مشورو لپاره .
• په هر وخت کې د اعراضو او علايمو پرمختګ او يا د ٤٨ ساعتونو په ترڅ کې د خولې له لارې د درملنې له پيل څخه وروسته نه روغيدل.
وقايه
• د جنسي اړيکې له لارې د ليږديدونکو انتاناتو (STIs) د خپريدو په اړه او له کانډم څخه د ګټې اخيستنې د ټينګارپه اړه دي ناروغ ته لارښونه وسي.
• ناروغ ته دي لارښونه وسي چې د تعقيبولو لپاره دي مراجعه وکړي. که چيرې له ٤٨ ساعته درملنې څخه وروسته هيڅ ډول ښه والى نه وو رامنځته سوى ناروغ روغتون ته وليږدوئ.
• ناروغ ته دې لار ښونه وسي څو د روغيدو څخه د ډاډ لپاره د درملنې د دورې په پاي کې او دانتاناتو له مينځه تلو څخه د ډاډ په موخه له درملنې څخه څلور اونئ وروسته کلينيک ته مراجعه وکړي.
• ميرمنې ته توصيه وکړئ څو د هغه خاوند هم تر درملنې لاندې ونيول سي .
د ميرمنې خاوند ته لاندې درمل تجويز کړئ:
_ Ciprofloxacin ٥٠٠ ميلى ګرامه واحد دوز .
له
_ Doxycycline ١٠٠ ميلى ګرامه هر ١٢ ساعته وروسته د اوو ورځو لپاره.
• له ناروغ سره دې د درملنې د تعقيبولو ، دجنسي اړيکې (STIs ) له لارې د ليږديدونکو انتاناتو د خطر د کمولو او د جنسې اړيکو له لارې ليږديدونکى انتان يا (STIs ) او (PID) له لارې د ليږديدونکو انتاناتو څخه راپيداکيدونکو اختلاطاتو په اړه مشوره وکړئ.
• د ناروغ سره دې د شخصي او تناسلي روغتيا ساتنې په اړه مشوره وسي.
(STI) معنى Sexually transmitted infection مقاربتې ليږدونکى انتان
ماخذ: ددرملنې ملي معياري لارښود دلومړنيو روغتيايي خدمتونو مرکزونو لپاره
یادونه: دا لیکنه د طبي ډاکټرانو لپاره لارښووني دي.