ترتیب کوونکی: اکرام الله درانی / تعلیم الاسلام ویب پاڼه
ويټامين بي (Vitamin B)
په ١٨٩٧ م کال يو هالينډي ډاکټر Eljkam په جاواکې پدي پوه شو هغه کسان چې ډيره موده يې پاکې شين شوب شوي وريجى خوړلي وي دوى ته يو ډول ناوغي چې د Beri__Beri په نوم ياديږي، پيداکېږي او دې داکټر فکر وکړ چې ممکن دغه گټور ماده د وريجو څخه د شين شوب کولو په وخت کې جدا شوې ده او بيا په شلم قرن کې نورو پوهانو دا ماده د ويټامين B په نوم کشف کړه.
و يټامينB په اوبو کې منحل ويټامين دى چې څلور يې د انسان لپاره ضروري دي چې عبارت دې له (Vitamin B1,B2,B6,B12) څخه.
د Beri-Beri ناروغۍ عمده علايم عبارت دي له :
عضلاتي فلج ، عصبي نا قراري او نوري داسې ناروغۍ د عصبى سيستم او يا د ويني په دوران کې ارتباط لري په ځوانانو باندي دا ناروغۍ په ناڅا په ډول حمله کوي او لومړني عوامل يې د ستړتيا احساس، په کار کې ناغيړي ، خفگان ، نا اميدي ډير ژر عصبانيت، دا شتها خرابيدل ، دزړه غټيدل او اعصابو ضعفيوالى او نورو ناروغېو څخه عبارت دي.
د ويټامين بي (Vitamin B) گټي :
ويټامين B د بدن رگونه اواعصاب پياوړي کوي زړه او مغزو ته ډير گټور دي د ژوند په لومړي سر کې د A ويټامين په څير بدن ته وده ورکوي رنگ تر و تازه ، پوستکې غوړ پوست او شفاف ساتي.
د ويټامين B د کمښت ستونزې :
که ويټامين B بدن ته ونه رسيږي د زړه ، ماغزو ، او اعصابو له زيانمنيدوسره هاضمه کمزورې کوي، لوږه له منځه ځي يعني اشتها بنده شي بدن اواعصاب خوږيږي د زړه سکون ورک شي عضلې يو ډول سوى پيدا کوي او ځيني وخت وپړسيږي .
د ويټامين B عمده منابع:
د ويټامين B د لاسته راوړلو لپاره بايد دغه لاندي خواړه وکاروى .غنم ، دال ، جوار چې پوستکې ولري يعني د دوئ په پوستکې کې ويټامين B شته په سابو ترکاريو، شودو، ماستو ، پنېر ، بادام ، پسته ، ينه ،غوښه او دهگۍ په ژيړو کې يې ويټامين B په زياته اندازه موجود دي او په تيره بيا د هگۍ ژيړ خود ويټامين B معدن دى د سابو او ترکاريو څخه پرته ويټامين B په ميوو کې هم شته .