تازه سرليکونه
د (روغتيا پالنه) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د قدم وهلو ۱۶ روغتیايي ګټې
  تعلیم الاسلام ویب پاڼه
  May 21, 2022
  0

حضرت عثمان نوري / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


     که تاسې ښوونځی لولئ او په داسې موقیعت کې درڅخه واقع وي؛ که په پښو ور تګ وکړئ، تر ۳۰ دقیقو وخت نیسي، نو موټر کې مه ځئ، بلکې په خپلو پښو ورته تګ راتګ وکړئ، دغه راز که نور کارونه هم کوئ او خپل کار ځای درڅخه په پورته واټن لرې وي، نو بیا هم هڅه وکړئ، چې پښو قدم ووهئ، دا چې ددې تر شا څه راز دی، موږ تاسې ته دا راز افشا کوو.


    لومړی: وزن مو نورمال (کنترول) ساتي. په پښو تګ ستاسو وجود غټ والي ته نه پریږدئ او له خېټې کولو ژغورل کېږئ.


     دوهم: دا یوه ارزانه او غوره وسیله ده او هر چاته د لاسرسۍ وړ ده، یعنې د ترانسپورټ وسیله نه ده چې تاسې ورته په کافي اندازه پېسې ولرئ او د اخیستلو هوډ یې وکړئ، بلکې دا د لوی څښتن جل جلاله ستره لورېنه ده چې تاسې ټولو ته یې در بخښلې ده، استثنا هم شته چې (معیوبیت، معلولیت) بلل کیږي، خو که پر پښو او په ټوله کې په ټول بدن روغ یاست، نو شکر پرې وباسئ، همدا موټر وبولئ او هر چیرې چې وغواړئ، حرکت پرې کولای شئ.


     دریم: هډوکی مو کلک ساتي.


     څلورم: یوه تر ټولو آهمه ګټه یې دا ده چې تاسې به ډېر فعاله یاست، هر چېرته به په اسانۍ تګ ته زړه ښه کوئ او په لېوالتیا سره خپلې موخې پسې ځئ.


     پینځم: د کنسر (سرطان) خطره کموي.

 


   

شپږم: دا یو ډول بدني تمرین هم دی چې ستاسو بدن ورسره غښتلی ساتل کیږي او ګټه یې دا ده چې هر وخت به مو بیا په لنډ مزل پښې نه دردیږي.


     اووم: د ویني غوړ او کلیسترول مو نورمال ساتي.


     اتم: قدم وهل ستاسې اندېښنې او د زړه تلوسې ورو، ورو را کموي او بیا یې بیخي له مېنځه وړي.


     نهم: د ویني لوړ فشار مو ښکته کوي.


     لسم: قدم وهل د هغو مریضانو سره هم تر ډېره بریده مرسته کوي چې ناروغ د ادرارو (تشو میتیازو) ستونزه لري او د حاجت رفع کولو لپاره  تشناب ته ډېر ځي او راځي.


     یوولسم: طبیعت یا مزاج مو ښه ساتي.


    دولسم: په قدم وهلو سره مو عضلات او نسجونه له هر ډول ناروغېو ژغورل کیږي.


     دریارلسم: هغه څوک چې د زړه حملې (Hearth Attack) لري، قدم وهل یې دا خطر راکموي. دغه راز د زړه هر ډول ناروغي هم له مېنځه وړي.


     څوارلسم: فشار مو کنترول کې ساتي.


     پنځلسم: موټر نه دی چې بېلابېلو اسبابو ته دې اړتیا ولري، لکه ټایر، د سونګ مواد (تېل) موبلاین، بریک تیل، هارن، او ډېر نور شیان... بلکې خوراک او څښاک غواړي او دا خو تاسې پرته له مزل کولو هم خورئ او څښئ.


      شپاړسم: او یوه مادي ګټه یې دا هم ده چې تاسې په قدم وهلو پېسې نه ورکوئ، بلکې دا ستاسو خپل تولید دی، نو ښه ده چې ګټه ترې پورته کړئ.

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته