ژباړه: نوید احمد
د اردن په جرش ښار کي یوه پلار د خپلي لور مهر (یو میلون واري درود پر نبي صلی الله علیه وسلم) طلب کړی. او د انجلۍ پلار همدا مهر د نکاح په عقد کي لیکل وغوښتل خو دا مهر (درود شریف) به په تدریج سره ادا کوي.
پلار يې تر دغه مهر پرته پر زوم بل هیڅ مالي بوج نه دی ایښی او پلار دا هم وویل چي د ښځي مهر هیڅکله د ښځي د قیمت معنی نلري.
ویل کیږي چي د مجلس حاضرین ددې مهر په اورېدلو زیات حیران سول.
(د عربي ویب پاڼو څخه)