تازه سرليکونه
د (ستاسو ليکني) نورې ليکنې
تازه سرليکونه
بېلابېلې ليکنې
د تجویدد علم لاسته راوړل څومره اړین دی؟
 
  November 24, 2011
  0


د قرآئت (تجوید) د علم لاسته راوړل څومره اړین دی؟

رالېږونکی: قاری ذبیح الله ذهین د کابل څخه

دوهمه برخه

د تجوید د علم تعریف : تجويد په لغت كي كره اوښه ويلو ته وايي او په اصطلاح كي د قرآنكريم په سمه توگه د تلاوت كولو، اصولو او قواعدوته وايي.

تشریح: د تجوید لغوي معنی ده عمده او ښه کار کول او اصطلاحي معنی یې ده د قرآن عظیم الشان په صحیح ډول تلاوت کول، صحیح طریقه یې کومه ده ؟ په تجوید سره ویل تر څو د قرآنکریم هر توری په صحیح ډول د خپل مخرج (ځای د تلفظ د توری) څخه او سره د ټولو صفاتو اداء کول دي تر څو د هر ډول لحن جلي (لویه غلطي) او لحن خفي (کوچنی یا پټي) غلطی څخه په امان سو او د الله جل جلاله رضایت لاسته راو ړو.

د تجوید د علم موضوع: د هجا یا تهجي توري او مخرجونه دي. د هجا یا تهجي توري (۲۹) دي چي د (الف) څخه بیا تر (یا) پوري دي ، ځکه ورته د هجا توری وایي چي هجاء یو ځای کیدو او پیوست کیدو ته وایی نو د دې تورو د یوځای کیدو څخه هم کلمې جوړیږی او بیا هغه کلمې پر یو ځانګړی معنی او مفهوم باندی دلالت کوی ، نو له دې امله ورته د هجاء یا تهجی توری وایی.

د تجوید د علم غرض :  د دی علم غرض د قرآنکریم په سمه توګه تلاوت کول دي چي د الله جل جلاله د رضا سبب وګرځي . نو د دې علم د غرض څخه داسي معلومیږي چي قرآنکریم باید په تجوید سره وویل سي تر څو الهي رضا حاصله سي.

د تجوید د علم فضیلت: دې علم ته له دې امله د پوهنو غوره برخه ویل کیږی چي د قرآنکریم سره تړاو لري، د هر هغه علم چي تړاو یی د داسي سپېڅلي او مقدس کتاب (قرآنکریم) سره وي نو هغه علم هم د غوره علومو څخه ګڼل کیږي.

د تجوید د علم فایده:  ددې علم فایده او ثمره سعادة الدارین یعنی د دنیا او آخرت نیکمرغي او الهی رضا ده.

د تجوید د علم ارکان:  ددې علم اركان څلوردي . اول مخرجونه (ځای د ادایني د توري ( دوهم صفتونه (د توری ډکوالی ، تشوالی، غنه، قلقله او داسی نور...) دريم تركيبي قاعدې، څلورم رياضة اللسان يعنى پخپله ژبه سره زيار ايستل يا خپله ژبه په زيات تمرين سره عادت گرځول.

دقرائت د پوهانو اوهغه كسانوڅخه چي په دې فن كي برلاسى لري تر څو ژبه د توري په صحیح ادا کولو سره عادت و ګرځي او بېله ژب بندی سره توری اداء کړی.

تشریح: د یو علم لپاره ارکان دومره اړین او ضروری دي لکه د یو تعمیر لپاره چي څلور دیوالونه اړین وي او بې له دیوالو څخه د تعمیر دریدل نا ممکن وي ، نو همداسي د یو علم لپاره ارکان ضروري دي او یو علم ولاړ پر ارکانو وي.

د تجوید د علم حکم: د تجويد دعلم زده كړه فرض كفايي ده او عمل پرې کول دهر نارينه اوښځينه لپاره فرض عين ده البته چي مكلف اومسلمان وي.

ان شاءالله نور بیا...

 

تبصره
يو نوم خامخا وليکئ.دغه نوم تر ٤٠ تورو زيات دى.
برېښناليک خامخا وليکئ.دغه برېښناليک تر ٤٠ تورو زيات دى.دغه برېښناليک باوري نه دى!.
متن خامخا وليکئ.متن تر وروستي بريده رسېدلى دئ.

  که نه لوستل کېږي دلته کليک وکړئ.  

سرته