بي عذره ګدايي ګناه ده
حاجي عبدالحميد ارغندابي
ميړني خلګ د ژوند څخه تل راضي وي دا ځکه چي دوي د برياليتوب تر پړاوه پوري د ژوندانه د ربړونو او ناخوالو سره په ميړانه مقابله او مبارزه کوي د هغوی ټولي ستونزي د دوی دهڅو او زيار په نتيجه کي بدلون مومي او د يوه نيکمرغه ژوند په هيله په زيار او هوښياري سره پرمخ ځي. د ميړنيو ټولي هيلي د قناعت په جامه کي نغښتي وي، دوی حريصان نه دي چي يو ارمان يي لا د پوره کيدو په حال کي وي بل يي سمدستي د زړونو په تل کي ځاى ونيسي. ميړني هر څه ته د خپل نصيب او قسمت په سترګه ګوري د دوی دا فکر او خيال بايد په دې تعبير نه سي چي ګواکي هغوی نو لاس تر زني ناست دي او د هرډول خوځيدو او هڅو توان يي له لاسه ورکړى دئ دوئ پوهيږي چي ژوند د کار او فعليت نوم دى هغه په دې هم پوه دي څوک چي له دغه اصل څخه انکار وکړي کيداي شي د ژوندانه په ډګر کښي د لويو ستونزو سره لاس او ګريوان سي.
هرومروبه نورو ته د مرستي لاس غځوي اوپه دي کار به خپل حيثت ته تاوان رسوي خپله حيا وژني او د حيا د قتل په تور پري مجازات لازم سي ځکه په اسلام کي بيله شرعي عذره فقر او ګدايي جوازنه لري او د حياء قاتل بايد مجرم وبلل سي لکه استاد عبدالقادربيدل چي وايي :
خون حيابه ګردن اهل طمع بود __ قصاص ګدابه قصد کشتن حياء
د ژوند په رازونو پوه انسانان د مشکلاتو په وړاندي مقاومت، ثبات او استقامت له لاسه نه ورکوي هغوي د خداى جل جلاله په نصرت د ژوندانه پرټولو ستونزو بريالي کيږي د خپل کار او زيار په نتيجه کي حلاله نفقه پيداکوي د بي عذره ګدايانو غوندي د خپلي ټولني د وګړو پر اوږو دروند پيټى نه اچوي هغوى ميړني او د همت خاوندان دي د ګدايانو په څير خپله حياء نه وژني او د دوئ سره د دې احساس سته چي بې عذره ګدايي ګناه ده خو زموږ د ټولني پرغريبانو خوارانو او معذوره خلګو باندي ترحم او زړه سوى په کار دئ دا ځکه چي هغوي دبې عذره ګدايانو سره توپير لري د داسي کسانو سره مرسته کول د خداي جل جلاله د رضاء موجب ګرځي او الله پاک به ورته په دواړو دارينو کي اجري عظيم ورپه برخه کړي.