مخکینیو علماوو به د وخت ساتنه څه ډول کوله؟
لیکنه : نصیب الله (ځلاند)/تعلیم الاسلام ویب پاڼه
مخکینیو علماوو به خلګ د وخت دضایع کولو څخه ویرول.
فضیل بن عیاض (رحمة الله علیه) ویلي دي زه هغه څوک هم پیژنم چي د یوې جعمې څخه تر بلې جمعې پورې خپلي ټولي خبری شمیرلې د سلفو یوه عالم ته څوک راغی او د خپلو خبرو په مهال يي ورته وویل : له کاره مي وویستی رښتیا وایی ما تر اوسه قرات کاوه اوهغه مي ستا لپاره پریښوده .
مشهور ولي سري السقطي (رحمة الله علیه ) یوعابد ته په داسې حال کي راغی ، چي د هغه خواته یوه ډله خلګ ناست وو ورته ویې ویل : چې د بیکاره خلګو د ټولیدو ځای ګرځیدلی یې دا خبره یې ورته وکړه اوبیا ځیني روان سو ، کله چي کوربه نرم شي د میلمه هم تمه پیدا شي پښې اوږدې کړي اوترډیره وخته ناست وي ، چي په دې توګه سړی له ضرره نه شي ژغورل کیدای .
یوه ډله خلګ د معروف کرخي (رحمة الله علیه) خوا ته ترډیره وخته ناست وو ده ورته وویل : د لمر ملایکه د لمرپه بوتلو کي سستيٍ نه کوي (لمر خپل حرکت جاري ساتي)تاسي به کله ولاړیږئ.
ماخذ : دوخت قیمت او زموږ غفلت.
www.taleemulislam.net